د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې سلګونه بند سکولونه فعاله کړل شول


د خېبر پښتونخوا د بنيادي او د دوېمې درجې د زدکړو يا ايلمنټري اينډ سيکينډري ايجوکېشن محکمې د مطبوعاتو سلاکارې زوناش عباسي مشال رېډيو ته ووېل چې د خېبر پښتونخوا په لیرې پرتو سيمو کې په تېرو څلورو کلونو کې تر ۷۰۰ زيات غېر فعاله او بند پراته سکولونو کې له ۵۰۰ زيات پرايمري سکولونه فعاله کړې شو چې پکې زيات شمېر د نجونو سکولونو دي.

د دې په وېنا په دې کې هغه سکولونه هم شامل دي کوم چې د عوامي نېشنل ګوند تېر حکومت په خپل وخت کې جوړ کړي ول خو د سياسي ستونزو او ځېنو نورو وجو له کبله بند پراته ول.

“په مردان،چارسده نوښار پېښور او له دې علاوه په هنګو کې دا قسمه سکولونه وو. لکه د مردان مثال به زه درکړم چې په مردان کې یو داسې سکولونه فعاله کړل شو چې له اتويشتو کلونو بند پروت وو. د خيبر پښتونخوا د تعليمي اداراو د څارني څانګې تر مخه په چارسده کې داسې هم سکولونوه وو چي د لسو،يوولس، اتلس يا څلرويشت کالو راهسې بند وو. نو د دغه سکولونو عمارتونه جوړ کړل شو او ۵۳۰ سکولونه فعاله شول چې پکې اوس تر۶۵زرو زيات ماشومانې نجونه او هلکان زدکړې تر لاسه کوي. نو چې د لس دولس کالو راهیسې سکولونه بند پراته وو نو د دې مطلب خو هم دا دی چې تېر حکومت دې ته توجه نه ده ورکړې يا يې تر نظر لاندې نه دي راغلي.”

خو د تېر حکومت د تعليم صوبايي وزير او په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارليماني مشر سردار حسين بابک د اوسني حکومت دا تور ردوي او وايې چې د هغوي په واک کې له راتلو وړاندې د نورو حکومتونو له وجې په صوبه کې دوي ته ۲۳۰۰غېر فعاله سکولونه ور په غاړه شوي وو چې پکې ۲۱۰۰ دوی فعاله کړي وو.

نوموړې زياتوي چي د ای اين پي په دور حکموت کې د ترهه ګرۍ له وجې هم تعليمي ادارې ډيرې په نخښه کړې شوې وې.

“زموږ په دور کې غېر فعاله نه وو په هاغه دور کې وسله والو سکولونه سوزول،په نښه کول به يي يا به يې ورته دړکي ورکولې چي هاغه وخت به د مصلحت له وجې دغه سکولونه بند کړې شو.چې له وجې ډير سکولونه په بنيادي توګه خراب شو يا ورته جزوي زيان ورسيدو.موږ چي کله په اقتدار کې راغلو نو ۲۳۰۰ سکولونه بند وو چې پکي پرايمري نه تر دولسم جماعت سکولونه پورې شامل وو چې پکې ۲۱۰۰ موږ فعاله کړل.دې کې دا هم حقيقت دې چې په تيرو وکتونو يا پخوا زمانه کې داسې سکولونه جوړ شوي دي چې زمکه به وه خو انتقال به يي نه وو چې انتقال به وو عمارت به نه وو نو دغه مسلې په عدالتونو کې را روانې دي نو د دې له وجې هم دغه سکولونه بند پاتې شوې دي.”

د تعليم محکمې تر مخه اوس هم۱۵۰ پورې سکولونهد ځينو وجوهاتو له کبله غېر فعاله دي او په هغې روان کار به ډير ژر سر ته ورسي.

د يادې محکمې ترمخه چې کومو سکولونو کې استادان نشته يا چرته د زده کوونکيو شمېره کمه ده نو هغۀ سکولونه په نورو کې ورګډول کېږي.

د تعليم د صوبايي محکمې له جاري شوي معلوماتو ترمخه په تيرو څلورو کالو کې ۱۰۵ نوي سکولونه جوړ کړې شوي.دې نه علاوه ۱۶۰۰۰ نه زياتې کوټې،۱۵۰۰۰ چارديوراۍاو اتلس نيم زره تشنابونه جوړ کړې شوي دي.

د دې ترڅنګ ۹ زره ۸۰۰ سکولونو کې د بجلۍ او صفا د څښلو اوبوورکولو منصوبې تر سره شوي دي.

XS
SM
MD
LG