د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمد کریم خلیلي د سولې عالي شورا رئیس وګمارل شو


افغان ولسمشر د سولې عالي شورا مرستیال محمد کریم خلیلي د دغه شورا رئیس وګمارلی.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي بېګا ناوخته ازادي راډيو ته دا خبر تاييد کړ او ویې ویل چې په دې برخه کې به ډېر ژر د ولسمشر حکم له رسنیو سره شریک کړي.

مرتضوي له نوروڅرګندونو ډډه وکړه.

د سیاسي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد نصرالله محسني په دې اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې خلیلي په تېر نظام کې یوه معتدله سیاسي څیره وه او په همدې دلیل ارګ نوموړی د سولې د عالي شورا د رئیس په توګه ټاکلی دی.

دی زیاتوي:

"څو دلایل چې ښاغلي خلیلي یې لري، دا د کرزي په نظام کې یوه معتدله څیره وه، او همدارنګه هغه وخت چې طالبان راغلل او په افغانستان کې يې حکومت جوړ کړو خلیلي د طالبانو د مشرانو سره خپلې خبرې روانې وساتلې له همدې امله دولت د دې څوکۍ لپاره له خلیلي بل ښه انتخاب نه درلود."

د سولې عالي شورا د ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو اترو د پرمخ وړلو په هدف جوړه شوه.

که څه هم له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې د دې شورا هلو ځلو تر دې دمه کومه مثبته پایله نه ده ورکړې خو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره سوله کول د دې شورا او د افغان حکومت له لاس ته راوړنو شمېرل کیږي.

د سولې د عالي شورا د پخواني رئیس پیر سید احمد ګیلاني له مړینې وروسته دې شورا له څو میاشتو را په دې خوا مشر نه درلود.

اوس چې د ولسمشر له خوا کریم خلیلي د سولې د عالي شورا رئیس وټاکل شو په وړاندې يې بیلابیل غبرګونونه موجود دي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا پخوانی رئیس محمد ایوب رفیقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ښاغلي خلیلي ټاکنه مصلحتي یاده کړه.

ده وویل له وسله والو طالبانو سره د ښاغلی خلیلي پخوانیو جګړو او د سولې په شورا کې د مرستیالۍ دندې ته په کتو دا د دې څوکۍ لپاره مناسب انتخاب نه دی.

دی وایي:

"ما هیله درلوده چې د سولې د عالي شورا د رئیس د ټاکلو لپاره به ولسمشر له مصلحته کار وانخلي، باید پوه شوی وی چې د دې برخې لپاره څوک ژمنه لري، ښه دا وه چې د سولې د شورا لپاره داسې یو کس ټاکل شوی وی چې د حکومت د مشرانو ترمنځ، د سیاسي ګوندونو او قومي مشرانو کې یو بې طرفه شخص وی، چې د ټولو اړخونو لپاره د تایید وړ وی خو زه په ښاغلي خلیلي کې دا هر څه نه وینم."

ښاغلي رفیقي همداراز وویل چې خلیلي د خپلې مرستیالۍ په دوران کې چې پیر سید احمد ګیلاني د دې شورا رئیس وو د یوه سلاکار په ډول په شورا کې حضور درلوده.

نوموړي وویل د جنبش روشنايي د مظاهرو پر مهال ښاغلي خلیلي د سولې د شورا په نسبت په دغه مظاهرو کې ډېر مصروف وو.

خو ده بیا هم هیله مندي وښوده چې شاید ښاغلی خلیلي په خپل دغه تازه ماموریت کې بریالي شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG