د لاسرسي ځای

تازه خبر

د 'کابل بهیر' غونډه کې د نړۍ ۲۴ هېوادونه ګډون کوي


د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې د امنیت ټینګښت او د ترهګرۍ پر وړاندې رښتینې مبارزه او د سولې ټینګښت او د افغان حکومت لیدلوری د دغې ناستې د اجنډا د بحث وړ مسایل دي.

​د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال هیله وښودله چې د ناستې ګډون کوونکي به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره هم نظره وي.

ښاغلي مستغني وویل:

"د کابل کنفرانس عمده دلیل دا دی چې په افغانستان کې سوله د یوې با-ثباتې سیمې لپاره مهمه اړتیا ده، د دغې ناستې هدف دغه‌شان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د څرګندو ژمنو په تړاو د یوې واحدې اجماع رامنځته کول دي."

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د «کابل پروسې» په ناسته کې د سیمې او نړۍ ۲۴ هېوادونه او دغه‌ شان درې نړیوال سازمانونه، ناټو، ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه ګډون کوي.

د ښاغلي مستغني په خبره، په دغې ناسته کې به له هغو هېوادونو عملي ژمنې واخیستل شي، کوم چې د سولې د ټینګښت برخه کې د کابل د پروسې د عملي اقداماتو غوښتونکي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي او د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل هم چې په یاده خبري غونډه کې یې ګډون کړی و، وویل چې حکومت په دغې ناستې کې د یوې سیمه‎ییزې او تر هغې هم د پراخې اجماع د رامنځته کولو هڅه کوي.

تر دې مخکې هم د افغانستان د سولې په اړه ګڼې ناستې جوړې شوي، خو د چارو د شنونکو په وینا چندان نتیجه‎یې نه‌ده ورکړې.

کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د سولې راوستل د پاکستان په لاس کې دی، خو د دوی په وینا، دغه هېواد لا په دې برخه کې اقدام نه‌دی کړی.

د نړیوالو اړیکو کارپوه ودیر صافی وايي، دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې دننه سیاسي جریانونه له حکومت سره په تقابل کې دي.

د نوموړي په خبره، دغه ناسته به تر ډېره د ورستیو جنجالونو تر اغېز لاندې وي.

ودیر صافی
ودیر صافی

ودیر صافي زیاته کړه:

"په افغانستان کې دننه وضعیت به دغه ناسته تر خپل اغېز لاندې راولي، بل‎خوا د حکومت بې‎کفایتي هم ښايي د دې لامل شي چې نړیواله ټولنه همکارۍ ته زړه ښه نه‌کړي."

نوموړی حکومت ته وړاندیز کوي چې د افغانستان د کورني وضعیت په اړه خپلو نړیوالو همکارانو ته ډاډ ورکړي او د دې تر څنګ دې د دغه هېواد په چارو کې د پاکستان د لاسوهنو ټول شواهد هم له ګډون کوونکو سره شریک کړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG