د لاسرسي ځای

په برتانيا کې بريد: اووه کسان وژل شوي او لس ټپيان


د برتانیا چارواکي وايی چې د يکشنبې پر شپه شاوخوا لس بجې په لندن کې درې برید ګرو اول په خلکو ګاډی وخېژاوه او بیا یې په چړو خلک ووهل چې په نتيجه کې يې د وژل شویو شمېر اووه ته رسېدلی دی.

د هسپتال سرچینې د ژوبلو شمیره ۴۸ يادوي.

دا راز په لندن کې د ترهګرۍ ضد پولیسو مشر مارک رولي ویلي، د هغه په فکر دا یو ترهګر برید وو چې درې بریدګرو ترسره کړې ده.

نوموړي زیاته کړه ، پوليسو برید ګر په موقع وژلي دي.

چارواکي وايي برید ګرو جعلي خودکش جېکټونه هم اچولي وو.

د تیرې مارچ میاشتې راهیسې په برتانیا کې دا دریم ترهګر برید دی.

د مارچ په ۲۲مه په لندن او بیا د مۍ په ۲۲مه په مانچسټر کې هم تره ګر بریدونه ترسره شوي وو.

د لندن په لومړۍ پېښه کې هم برید ګر په خلکو ګاډی خیژولی وو او بیا د تیرې میاشتېد مانچسټر په برید کې د موسیقۍ په یو پرګرام کې ځانمرګي برید شوی وو.

د اتوار د شپې د پېښې عیني شاهدین وايي برید ګرو سره چړې او چاکوان وو او په هوټلونو او ریسټورانټونو کې یې پرې خلک وهل چې بیا پولیس ور ورسیدل او بریدکوونکی یې په ډزو ووژل.

د لندن ښاروال صادق خان وايي دا یو بزدلانه برید وو او دغو ډارنو خلکو ته به د بریا موقع په لاس نه ورکوي.

د برتانیا وزیراعظمې تیریسا مې دا برید ویرونکې او سخت خپه کوونکې بللی دی او ویلي یې دي چې دې لړ کې د يکشنبې په ورځ د بیړني حالاتو په اړه حکومتي کمیټۍ یوه غونډه کوي.

د نوموړې محافظه کار ګوند کنزرویټیو پارټۍ په راتلونکې اتمه نیټه دغه هېواد کې کیدونکو عامو انتخاباتو لپاره خپل کمپاین ځنډولی دی.

دا راز د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د فرانس ولسمشر ایمېنیول ميکخوان او د جرمني چانسلرې انګېلا مرکلد دې پیښې غندنه کړی او ویلي یې دي چې د غم په دې ګړۍ کې له برتانیا سره ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG