د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن او سپین بولدک لار پرانستل شوه


په چمن کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوستۍ په نامه لویه دروازه
په چمن کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوستۍ په نامه لویه دروازه

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکې څانګې – آی ایس پي آر – ویلي چې د افغان چارواکو په غوښتنه یې یاده لاره بیرته پرانستې ده.

کوټه: د پاکستان او افغانستان ترمنځ په چمن کي د – دوستۍ دروازه – د شنبې په ورځ بیرته پرانستل شوې ده.

دا دروازهله ۲۳ ورځو راهسي تړلې وه چي له کبله یې هر ډول تګ راتګ او تجارت بند پاتې وو.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکې څانګې – آی ایس پي آر – ویلي چې د افغان چارواکو په غوښتنه یې یاده لاره بیرته پرانستې ده.

خو د دې خبر تر خپرېدو د افغان چارواکو له خوا په دې اړه څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

د چمن او سپین بولدک لاره پرانستل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:44 0:00

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي چې ولس د لارې پر پرانستل کېدو خوشالي ښودلې ده هغه ځکه چې له دې کبله په زرګونه کسان له روزګاره بې برخې شوي وو.

د چمن او کوټې د تجارانو مشرانو د تېرې چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د لارې تړل کېدو دوی ډېر زیات اغېزمن کړي دي.

د دوی په وینا ، هر ورځ یې شاوخوا دوه کروړه روپۍ تاوان روان دی.

د چمن او سپین بولدک ترمنځ دا لاره د مې میاشتې پر پنځمه نېټه له هغه وروسته تړل شوې وه چې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ هلته نښتې شوې وې.

په دې نښتو کې پاکستان او افغان غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې په مجموعي توګه پکې تر ۱۵ زیات کسان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG