د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانستان کې مذهب د الې په توګه کارول کېږي"


د تيرې شنبې په ورځ د پاکستان د بېلا بېلو مکاتب فکر سره اړه لرونکو ۳۱ ديني علماوو ځانمرګي بريدونه حرام وګرځول. د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د یوې غونډې پر مهال دغو علماوو د ځانمرګو بريدونه، وسله وال مخالفت او د زور له لارې د اسلامي شریعت نافذولو پرضد فتوا ورکړه. له دې وړاندې افغان علماوو او د سعودي عربستان ستر مذهبي مشر شیخ عبدالعزیز بن عبدالله هم د فتوا په ورکولو سره ځانمرګي بريدونه حرام ګرځولي ول او دا عمل يې ستر جنایت بللی وو.

له پاکستاني علماوو وړاندې افغان او سعودي علماوو هم ځانمرګي بريدونه حرام ګرځولي

خو د وروستۍ فتوا وروسته هم يوازې د روژې په مياشت کې د افغانستان په کابل، خوست او ننګرهار کې ځانمرګي بريدونه وشول تر ۱۰۰ ډېر کسان يې ووژل او تر ۴۰۰ زيات يې ژوبل کړل. که د ديني علماوو له نظره دا ډول بريدونه د جهاد نه بلکې د فساد په تله کې راځي نو بيا يې تر شاه څه انګېزه کېدا ی شي؟ په متحده عرب اماراتو کې ديني عام مفتي ذاکر الله ذاکري وايي چې په افغانستان کې روانه جګړه سياسي او اقتصادي انګېزه لري او هلته مذهب يوازې د خپلو ګټو لپاره کارول کېږي.

افغانستان کې روانه جګړه سياسي او اقتصادي انګېزه لري

نوموړی وايي، په افغانستان کې اسلام يا مذهب او مفکوره يوازې د يوې الې په توګه کارول کېږي چې تر شا يې سياسي اغراض او مقاصد پراته وي. د نوموړي په نظر پر ځای د دې چې د دې شرعي تحليل وکړل شي، بايد سياسي شننه يې هم تر سره شي ځکه دا عمل يوازې شرعي اړخ نه لري.

د جهاد په نامه د وسله والو جګړه ترهګري ده

​ديني علماوو په فتوا کې ويلي چې د جهاد اعلان یواځې د یوه اسلامي دولت کار دی او د جهاد په نامه د وسله والو جګړه ترهګري ده. په جرمني کې د اسلامي علماوو د شورا مشر مولانا صديق الله فدايي وايي چې د وسله والو روانه جګړه د ځينو ځانګړيو کړيو لخوا پرمخ وړل کېږي چې د جهاد هيڅ اصول نه دې پکې مراعت شوي.

نوموړی وايي د خلکو له فقر او بدبختيو څخه ګټه پورته کېږي او هغوی ته دا ښودل کېږي چې روان جنګ جهاد دی. مولانا فدايي زياتوي چې د جهاد له قوانينو سره سم بايد بېګناه خلک ونه وژل شوي، سپين ږيرې او ښځې په نښه نه کړل شي او همدا ډول ټولګټو ځايونو او فصلونو ته اور ورته نه کړل شي خو په روانه جګړه کې دا معيارونه په پام کې نه دې ساتل شوي.

دا چې په افغانستان يا پاکستان کې کله علما د يو شي يا سړي ضد فتوا ورکړي نو په ټولنه کې يې د عملي کېدو په اړه سمدستي اقدام کېږي خو د ځانمرګو بريدونو په ضد فتوا ولي په هغه ډول نه عملي کېږي؟ د افغانستان د علماو شورا غړی مولوي شهزاده شاهد هم نظر لري چې په افغانستان کې روانه جګړه سياسي او اقتصادي عوامل لري او په دې کې څو لوري ښکېل دي چې له کبله يې د علماوو رول تت ښکاري.

افغان جګړه د فتوا پر اساس نه ‎ده پېل شوې

نوموړی وايي، دا جګړه یوازې د فتوا پر اساس نه ‎ده پېل شوې او نه به یوازې په فتواګانو پای ته ورسيږي. د نوموړي په خبره دلته یوازې افغانان نه ‎دي بلکې د سیمې او نړۍ هېوادونه دي او ټول خپل اهداف پکې لټوي. دولوي شاهد په خبره که دا جګړه یوازې د افغانانو تر منځ وای نو به د علماو رول پکې مهم وای.

په کابل کې د تيرې ورځې (چارشنبې) بريد که يو خوا په داخل او خارج کې په تندو ټکو وغندل شو نو بلخوا يوشمېر افغان علماوو يو ځل بيا په غبرګون کې ويلي چې ځانمرګي بريدونه حرام دي او دا يې غېر انساني او غېر اسلامي اعمال بللي دي.

XS
SM
MD
LG