د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت په ملي کچه غونډه رابولي


جمهوري ریاست وایي چې دا غونډه به ډېره ژر جوړه شي خو تر اوسه ارګ د دې غونډې دقیق وخت نه‌دی اعلان کړی.

د افغانستان ولسمشر وايي چې ډېر ژر به یوه ملي غونډه رابولي چې د پاکستان په باب د افغان حکومت دریځ روښانه کړي. د نوموړي دا څرګندونې د افغان ملي امنیتي ادارې له تورونو سره جوخت راغلې چې ویلي یې دي په چارشنبه د کابل خونړی برید حقاني شبکې د پاکستان استخباراتي ادارې، "ای اېس ای" په مرسته کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني بېګا شپه د کابل په وخت لس بجې په یوه لنډه وینا کې وویل، ​"د افغانستان حکومت به له سیاسي، جهادي، علماو، قومي مشرانو، مدني ټولنې، مېرمنو، ځوانانو او د ملت له منتخبو استازو سره له سلا مشورې وروسته خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ترورېزم د ځپلو په خاطر، حالاتو ته په پام د یو سلسله خاصو صلاحیتونو د ورکولو دستور ورکړي. "

او د دغه صلاحیتونو سپارلو لپاره په کابل کې د افغان ولس د مخورو یوه غونډه جوړېږي.

د دې غونډې د جوړېدو لپاره کار روان دی.

په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وایي، د کابل وروستۍ حمله له نورو هغو توپیر لري او له دې سره دا تمه شته چې د واشنګټن په ستراتیژي کې بدلون راوړي.

د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره به د امریکا نوې ستراتیژي په څو اوونیو کې اعلان شي.

خلیلزاد ازادي راډيو ته وویل، که کابل دقیق شواهد ترلاسه کړي او ښيي چې چاودنه حقاني شبکې کړې ده، نو دا اطلاعات باید له نړیوالو سره ژر تر ژره شریک شي.

​نوموړی وايي:

"دا معلومات باید یوازې د افغانستان له خلکو سره نه، د نورو هېوادونو له مسؤلانو سره په بیړه شریک شي او دا ضروري ده چې د دوهم ګام په ډول افغانستان او نړیوال دوستان‌یې د دې موضوع لپاره ګډه غونډه وکړي."

خلیل‎زاد تور پورې کړ چې حقاني شبکه د پاکستان له استخباراتي ادارو سره نېږدې روابط لري، نو دا احتمال ورسره ډېر زیاتېږي چې د کابل په پېښه کې پاکستان هم لاس ولري او په هغه صورت کې به د اسلام‎اباد پروړاندې د واشنګټن په ستراتیژي کې ژور بدلون راشي.

په کابل او بغداد کې د امریکا پخواني سفیر په باور اسلام‎اباد به په دې حالت کې مجبوره شي چې دغه ترورېستي ډلې له خپلې خاورې بهر کړي خو که پاکستان د منلو وړ عملي اقدامات ونه‌کړي نو بیا امکان شته چې پاکستان د ترهګرۍ د حامي هېواد په لیسټ کې شامل شي.

XS
SM
MD
LG