د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبايلي ولس: اعلان شوې مرستې دوی ته په سم ډول نه رسېږي


د پاکستان د سرکاري رېډيو ترمخه ترکي حکومت به د قبايلي سيمو د بې کوره شوو خلکو د بيا لېږلو او د ۲۰۱۴م د سېلاب نه د متاثره خلکو لپاره يو کروړ امريکايي ډالر امداد ورکوي.

په دغه بيان کې ويل شوي چې د ترکي سفير صادق بابر او د پاکستان د اقتصادي چارو سېکتر طارق محمود په اسلام اباد کې په يوه لوظنامه لاسليک کړی دی چې ترمخه به يې د لس ملينه امريکايي ډالرو دا مرستې د قبايلي سيمو د بې کوره شوو خلکو ترڅنګ د ۲۰۱۴م د سېلاب نه متاثره شوو خلکو باندې په برابر ډول خرچ کولی شي.

د پاکستان د اقتصادي چارو څانګې په دې اړه د نور کوم تفصيل نه دی ورکړی او يواځې دا ويل شوي چې د مرستو دا پېسې نيمې د قبايلي سيمو او نيمې د سېلاب نه متاثره خلکو لپاره مختص کړل شوي دي.

په تېرو وختونو کې هم د بيلا بيلو مرستندويه ادارو او هېوادونو له خوا د قبايلي سيمو د بې کوره شوو خلکو لپاره د مرستو اعلانونه شوي دي خو د قبايلي سيمې مشران ګيله مند دي چې د دوي لپاره راغلي پېسې دوي ته په سم ډول نه رسېږي.

د جنوبي وزيرستان يو مشر سردار جمال الدين محسود د چارشنبې په ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د بېرته تللو لپاره وطن کارډ ضروري ګرځول شوی د کوم له وجې چې دوي ځورول کېږي او داسې ورته محسوسېږي چې ګنې دوي له بل ځايه راغلي دي.

د نوموړي په وينا چې دوي ته لا هم نه ده معلومه چې په سيمه کې ورانې ابادۍ به کله جوړېږي او نه هلته کومې اسانتياوې شته چې دوي بېرته تللو ته وهڅوي نو په داسې حالاتو کې که د مرستو اعلانونه کېږي نو دوي ترې هېڅ نه خبرېږي.

((موږ هم اورو او په اخبارونو کې ګورو چې د بهر نه فنډونه راځي خو هېڅ پته نه لګېږي چې کوم اړخ ته ځي. دلته هر هغه کور چې ړنګ شوی وي نو د بيا جوړولو لپاره ورته څلور لاکه روپۍ ورکول کېږي، هلته کورونه تباه برباد دي او زه وايم چې دوي څلور يادوي، په دغه کورونو څلوېښت لکه روپۍ هم کمې دي. دوي هر ځل وايي چې فنډونه راځي نو موږ خو څه ونه ليدل چې چا له راځي))

جمال الدين محسود وايي چې قبايلي ولس خپل کور او خپلې سيمې ته هم بې له وطن کارډه نه پرېښودل کېږي او هم په دې غرض خلک ۱۰۰ فيصده تللي دي خو د کارډ جوړولو وروستو يو شمېر خلک بېرته هغه ځايونو ته راغلي او د کرايۍ په کورونو کې ژوند کوي.

د شمالي وزيرستان يو مشر ملک غلام وزير هم دا ګيله کوي او وايي چې لوی لوی امدادونه اعلانېږي خو په مېدان دوي ته هېڅ نه ښکاري ځکه چې اوس هم بې کوره شوي خلک په بنو يا نورو سيمو کې له کومو سختيو راتېرېږي د هغې چا هم پوښتنه نه ده کړې.

((زموږ کورونه، تعليمي ادارې او روغتونونه وران شوي دي خو په سم ډول لا هم پکې کار نه دی شوی. دلته په بنو يا نورو سيمو کې چې کوم بې کوره شوي خلک پراته دي هغه د لويو سختو څخه راتېرېږي. دوي ته د اوبو تکليف دی، د دوايۍ تکليف دی. بله دا چې اېف ډي اېم ای کومې ۱۲ زره روپۍ ورکولې هغه هم پينځه او شپږ مياشتې بندې وي يا بندې کړې شوي دي. په داسې حالاتو کې که څوک اعلانونه کوي، کوي به خو په مېدان هېڅ نشته))

د ذکر ده چې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملياتو وروستو بې کوره شوي خلک د خېبرپښتونخوا د بيلا بيلو سيمو ترڅنګ افغانستان ته هم تللي وو او د دغه سيمې د اوسېدونکو په اړه چارواکي دعوه کوي چې شاوخوا ۹۰ فيصده خلک بېرته خپلو کورونو ته راغلي دي.

هم دا رنګ د جنوبي وزيرستان په اړه هم ويل کېږي چې بې کوره شوي ټول خلک خپلو خپلو سيمو ته بېرته لېږل شوي دي.

XS
SM
MD
LG