د لاسرسي ځای

پاکستان ولې د داعش له شتونه انکار کوي؟


د پاکستان او افغانستان پولو ته څېرمه د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش خراسان په نامه وسله وال فعاليت لري. دوی وخت په وخت په پاکستان او افغانستان کې د ځينو بريدونو زمه واري هم مني خو پاکستان په رسمي ډول دا نه ده منلې چې داعش ډله دې په پاکستان کې موجوده وي.

حکومتي ادارې ولې د دې ډلې شتون نه مني؟ په دې اړه کراچۍ کې د ترهګرۍ مخنيوي ادارې مشر، مظهر مشواڼی وايي: (( دلته د داعش وسله والې ډلې د نه موجوديت ثبوت موږ داسې ورکوو چې د دې ډلې کومه انتظامي ډانچه نشته. په کومه سیمه هم قبضه نه لري. کيدای شي داسې خلک وي چې د داعش سره هم نظره وي خو داعش ډله نشته دی.))

د دې کال په فرورۍ مياشت کې د سند صوبې له حيدراباد لياقت يونيورسټۍ طب پوهنځي يوه زده کوونکې، نورين لغاري لادرکه شوه. د هغې پلار فکر کاوه چې تښتول شوې نو پوليسو سره يې د تښتونې رپورټ درج کړ. خو په اپريل مياشت کې نوموړي له لاهوره د يوې چاپې پر مهال ونيول شوه. يو بل تن چې دې ورسره واده کړی وو، ووژل شو. چارواکو وويل چې د نورين خاوند د داعش وسله والې ډلې غړی وو او دې جلۍ هم د داعش غړيتوب خپل کړی وو.

تحريک طالبان پاکستان، لشکر جنګوي العالمي او ځينو نورو ډلو سره داعش اتحاد لري. د دوی ستراتيژيکې ګټې شريکې دي.

په اسلام اباد کي د څيړنيزې ادارې، پاکستان انسټيوټیټ فار پيس مشر، محمد عامر رانا وايي چې پاکستان کې د داعش وسله والې ډلې په موجوديت او اغېز سترګې پټول نه دي پکار. د نوموړي په خبره په پاکستان کي د اسلامي دولت وسله والي ډلي د موجودګۍ د څرنګوالي په اړه چارواکي په يو نظر نه دي.

نوموړی زياتوي: (( کومې پاکستانۍ ادارې چې د داعش وسله والې ډلې د نه شتون ادعا کوي نو د هغوی مطلب دا وي چې دغه ډله له منځني ختيځ څخه دلته نه ده راغلې. دا خبره به تر يوه حده سمه وي ځکه چې پاکستان ته عرب او نور جنيګالي نه دي راغلي. خو تحريک طالبان پاکستان، لشکر جنګوي العالمي او ځينو نورو ډلو سره داعش اتحاد لري. د دوی ستراتيژيکې ګټې شريکې دي. نو اوس پاکستان له پکار ده چې د دې ډلې له موجوديت څخه د انکار پر ځای د هغوی خلاف ګامونه واخلي.))

د ۲۰۱۵ کال جنورۍ مياشت کې د تحريک طالبان پاکستان ځينو قوماندانانو په يوه ويډيو کې په عراق او شام کې د داعش وسله والې ډلې د مشر، ابوبکر البغدادي سره بيعت او په پاکستان او افغانستان کې د فعاليتونو پيلولو اعلان وکړ. د داعش – خراسان په نامه د دې ډلې مشر حافظ سعيد خان او مرستيال يې ملا عبدالرووف خادم اعلان شو. د دوی په ګډون د داعش ګڼ وسله وال د افغان ځواکونو په عملياتو او امريکايي ډورن بريدونو کې په افغانستان کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG