د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: ډاکټرانو د تښتونکو خلاف مظاهره کړې


کوټه کې ډاکټر پخوا هم ورته مظاهرې کړې دي
کوټه کې ډاکټر پخوا هم ورته مظاهرې کړې دي

په بلوچستان کې ډاکټران پر حکومت تور لګوي چې د دوی د حفاظت لپاره يې ځانګړي څه نه دي کړي نو ځکه د دوی تښتوونې دوام لري. له همدې امله پرون کوټه کې د ځوانو ډاکټرانو اتحاديې مظاهره وکړه.

مظاهره چيانو پر حکومت نيوکې وکړي چې د دوی بيا پيا غوښتنو سربېره هم ورته د امنيت ډاډ نه دی ورکړل شوی. مظاهرې ته وینا کونکو وویل چي په روانې اونۍ کې د صوبې يو نامتو ډاکټر سرجن جمیل د تښتولو هڅه شوې او په پخوا وختونو کې ځيني ډاکټران د پيسو لپاره تښتول شوي دي.

د پیرامیډیکل سټاف ایسوسي ایشن صوبايي چیرمین جمال شاه کاکړ وويل: ((په دې مياشت کې د تښنتوونې څلور يا پنځه پېښې شوي دي. موږ به تر هغې احتجاج کوو چې د جميل صاحب تښتولو هڅه کوونکي ونيول شي. وسله وال د ډاکټر جميل پر کور ورننوځي او د هغه د وړلو کوشش کوي خو حکومت هيڅ ګامونه نه اخلي.))

امنيتي ادارې زموږ په خوندي کولو کې ناکامه شوې دي

په کوټه کې څلور ورځې مخکې دوه چينايان هم تښتول شوي دي. د چين بهرنيوو چارو وزارت د تېرې جمعې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې د پاکستان سره په شريکه د هغوی د راخوشي کولو لپاره کار کوي خو تر اوسه دا کسان نه دي موندل شوي.

په کوټه کې مظاهره کوونکو ډاکټرانو وويل چې حکومتي او امنيتي ادارې د عامو وګړو د حفاظت په کولو کې په پوره ډول پاتې راغلي دي. د ځوان ډاکټرانو د اتحادیی مشر ډاکټرحفیظ مندوخیل مشال ريډيو ته وويل. (( دلته د خلکو تښتول نه دي ودريدلي. هرو شپږو مياشتو کې يو ډاکټر تښتول کيږي. امنيتي ادارې په بشپړ ډول ناکامې دي. دوی دې لاس په کار شي او موږ دې خوندي کړي.))

کوټه کې د تېر کال د مارچ په پنځلسم تاريخ د بلوچستان د لوړو زدکړو سیکريټري عبدالله جا ن قریش تښتول شوی وو چې لا تر اوسه نه دی موندل شوی. بلخوا د صوبې کورنيوو چارو وزير سرافراز بګټي خبريالانو ته ويلي چې دوی خپل کوشش کوي او زر به تښتول شوي کسان راخوشي کړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG