د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د سختدرېځۍ پرضد مفکوره څنګه رامنځ ته کولی شي؟


فايل فوټو
فايل فوټو

د پاکستان حکومت د پارليمان په ملاتړ د ۲۰۱۵ کال جنورۍ په مياشت کې په لومړي ځل د سختدرېځۍ پرضد يوه پراخ بسنټه تګلاره جوړه کړې وه.

خو د دوه کالونو تېرېدو وروسته هم مخالفه ګوندونه پرحکومت تور پورې کوي چې د تګلارې په عملي کولو کې پاتې راغلی دی.

ددې ترڅنګ د پاکستان وزيراعظم نواز شريف سږکال د مارچ په مياشت کې د سختدرېځۍ پرضد د متبادلې مفکوري رامنځ ته کولو غږ کړی و.

حکومت د سختدرېځۍ پرضد مفکوره څنګه رامنځ ته کولای شي.؟

د سختدرېځه فکر خپرولو کې د پاکستان تعليمي نصاب او د مطبوعاتو رول ته هم د پام اړلو ضرورت دی. ډاکټر قبله اياز

ددې پوښتنې په ځواب کې په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه طلعت مسعود وايي، په دې لړ تر ټولو مهمه خبره په هېواد کې د جمهوري ادارې پياوړې کول دي.

نوموړی وايي، مشکوکه ترهګر چې کوم کارونه کوي هغه ټولنې ته د منلو وړه نه دي.

خو ددې لپاره بايد جمهوري ادارې پیاوړې شي او پارليمان ته مهم کردار ورکړل شي.

دده په وينا، د مذهبي ګوندونو مشرانو د وسله والو کړنې غير اسلامي ګرځولي دي چې دې کار هم د سختدريځه فکر په مخنيوي کې مهم رول لوبولی دی.

دا خبره د مذهبي چارو پوه ډاکټر قبله اياز هم کوي خو زياتوي چې په دې لړ کې د پاکستان تعليمي نصاب او د مطبوعاتو رول ته هم د پام اړلو ضرورت دی.

د سختدريځه مفکورې مخنيوی هغه وخت کېدای شي کله چې په پاکستان کې جمهوري ادارې پیاوړې شي او پارليمان ته مهم کردار ورکړل شي. طلغت مسعود

نوموړی وايي، ددې هېواد نصاباو مطبوعاتو کې داسې خبرې شته چې په نتيجه کې يې ټولنه له ټکر سره مخامخ کېږي.

ددې د مخنيوي لپاره قبله ایاز په نصاب او مطبوعاتو کې د زغم مفکورې د خپرولو وړاندېز کوي.

دده په خبره که داسې وشي نو په ځوان نسل کې به برداشت پېدا شي اودوی به په يوه مخصوصه مفکوره کې بند پاتې نه شي.

خو د پاکستان پخوانی سفارتکار رستم شاه مومند بيا وايي، د وسله والو ډلو پرضد بې له څه توپيره کاروايي د هغو د مفکورې په مخنيوي کې مهم رول لوبولی شي.

دده په وينا د پاکستان حکومت بايد د وسله والو پرضد ګامونو اخستو سره خلکو ته ورښکاره کړي چې د سختدېځۍ له منځه وړلو کې صادقه دی او که داسې وکړي نو دی به د خلکو زړونه وګټي.

د وسله والو ډلو پرضد بې له څه توپيره کاروايي د هغو د مفکورې په مخنيوي کې مهم رول لوبولی شي. رستم شاه مومند

دده په وينا، که حکومت پر يوه وسله واله ډله بنديز لګوي او بلې ته د فعاليت اجازه ورکوي نو بيا ممکنه نه ده چې د سختدريځي مفکورې مخه و نيول شي.

دده په وړاندېر، بايد پر ټولو ډلو بنديز و لګول شي او په هېواد کې د سختدرېځۍ خورولو کلتور بېخي له منځه يوړل شي.

په پاکستان کې ځېنې کړۍ پر رسنيو هم تور پورې کوي چې د سختدريځه مفکورې په خپرولو کې يې څه نا څه کردار اداکړی دی.

خبريال مشتاق يوسفزۍ وايي،رسنۍ د سختدريځه مفکورې په مخنيوي کې د پخوا په څېر رول نه لوبوي.

نوموړی ددې وجه دا يادوي چې يو خو ميډیا او س د يوه صنعت بڼه خپله کړې ده او بل طرف ته خبريالان هغو سيمو ته نشي تللی چې پکې وسله وال طالبان فعاله دي.

دده په وينا، د نورو جمهوري هېوادونو په څېر په پاکستان کې د خبريالانو مسلکي فکر پوخ شوی نه دی او دوی بې طرفه خبريالي نه کوي.

XS
SM
MD
LG