د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د ایران له خوا په توغندي کې یو پاکستانی وژل شوی دی


د ایران او پاکستان بېرغونه
د ایران او پاکستان بېرغونه

د مکران ډویژن کمشنر بشیربنګلزي مشال راډیو ته وویل چې تر پېښه وروسته امنیتي عسکر هلته تللي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

کوټه: په بلوچستان کې چارواکي وايي د ایران د سرحدی عسکرو له خوا د توغولی شوي توغندي په لګېدو کې یو پاکستانی کس وژل شوی دی.

دا پیښه د شنبې په سهار بلوچستان صوبې په بلوڅ مېشته سیمه پنجګور کې هغه مهال رامنځ ته شوې چې توغول شوی توغندی پر یو موتر لګېدلی دی.

د چار واکو په وینا وژل شوی کس کریم جان نومېږي چې له کوره د خپل کارځای پر لور روان وو.

د مکران ډویژن کمشنر بشیربنګلزي مشال راډیو ته وویل چې تر پېښه وروسته امنیتي عسکر هلته تللي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

تېره میاشت د ایران غاړې ته وسله والو ۱۰ ایراني عسکر وژلي وو چې ورسره پر پوله د ایران او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی وو.

ایران پړه پر پاکستان اچولې وه او غوښتنه یې کړې وه چې پاکستان باید پر خپله خاوره د سخت دریځو ډلو پرضد ګامونه پورته کړي.

پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي چې ګواکې پر خاوره یې وسله والې ډلې مېشته دي.

XS
SM
MD
LG