د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني حکومت د راتلونکي مالي کال بجټ وړاندې کړ


ډ خزانې وزیر اسحاق ډار
ډ خزانې وزیر اسحاق ډار

اسحاق ډار دا خبره بیا تکرار کړې چې په تېرو لسو کالو کې په لومړي ځل د پاکستان معاشي حجم تر ۳۰۰ اربه امريکايي ډالرو زيات شوی دی.

د پاکستان د مالي کال ۲۰۱۷۔۱۸ بوديجه،د دفاع لپاره ۹۲۰ اربه روپۍ

اسلام اباد: د پاکستان د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار د جمعې په ورځ کلنی بجټ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړه چې حجم يې ۴۷ کهربه او ۵۰ اربه روپۍ وو.

اسحاق ډار وویل چې کله دوي د حکومت واک ترلاسه کړ نو ملک ديواليه کېدو ته نزدې وو خو اوس به تر ۲۰۳۰م پاکستان د نړۍ په ۲۰ لويو اقتصادي قوتونو کې شامل شي.

نوموړي په خپله وينا کې د بجټ ټول اړخونه بيان کړل چې ترمخه يې د بجټ د زيان تخمينه ۴،۱ فيصده لګول شوې او د ټولو اخراجاتو يا خرچو تخمينه ۴زره اووه سوه او۵۳ اربه روپۍ ټاکل شوې ده.

اسحاق ډار دا خبره بیا تکرار کړې چې په تېرو لسو کالو کې په لومړي ځل د پاکستان معاشي حجم تر ۳۰۰ اربه امريکايي ډالرو زيات شوی دی.

د ډار په وينا د ملک ټوله ګټه شاوخوا ۵۳۱۰ اربه روپۍ ده چې پکې د هرې صوبې برخه ۲۳۸۴ اربه روپۍ ټاکل شوې.

د ضرب عضب لپاره خصوصي برخې ترمخه مرکزي وزير د پوځي افسرانو او ځوانانو لپاره د لس فيصده خصوصې الاونس اعلان هم وکړ.

په دې بجټ کې کم نه کم تنخواه ۱۵۰۰۰ روپۍ ټاکل شوې کومه چې تېر کال ۱۴ زره روپۍ وه او په ۲۰۱۳م کې يوازې لس زره روپۍ وه.

د سرکاري نوکرانو په تنخواه او پنشن کې هم ۱۰ فيصده زياتوالی وکړی شو.

د خزانې مرکزي وزير په ملک کې روان د بجلۍ د کمي په اړه دعوه وکړه چې راروان کال به له ملکه د بجلۍ لوډشېډنګ په مکمله توګه ختم شي.

هغه وویل ، د توانايۍ د بيلا بيلو منصوبو لپاره ۴۰۱ ارب روپۍ کېښودل شوي او دې لړ کې به ټولو منصوبو ته ۱۲ اربه روپۍ ورکول کېږي.

د منصوبو په اړه وویل شو چې مرکزي وزير وويل چې داسو ډېم ته به ۵۴ اربه، د اېل اېن جي منصوبو ته ۷۰ اربه، ديامربهاشا ډېم ته ۲۱، نيلم جهلم ته ۱۹، تربېلا فور منصوبې ته ۱۶،۴ اربه او جامشورو پلانټ ته به ۱۶،۲ اربه روپۍ ورکول کېږي.

د لوړو زده کړو لپاره ۳۷،۶ اربه، د صحت د منصوبو لپاره ۴۹ اربه، هسپتالونو لپاره ۱۰ اربه، د پاکو اوبو لپاره دولس نيم اربه او اوږدمهاله پرمختګ د هدف د ترلاسه کولو لپاره ۳۰ اربه روپۍ مختص کړل شوي دي.

د بلوچستان ګوادر سيمه کې به د نوي ايرپورټ، د ۲۰۰ کټونو د روغتون او د اوبو پاکولو پلانټ لګولو پشمول په مجموعي توګه ۳۱ منصوبې شروع کولی شي.

دې سره سره د پاک چين اقتصادي راهدارۍ د منصوبو لپاره ۱۸۰ اربه روپۍ کېښودل شوي.

د خزاني مرکزي وزير وويل چې د سوېلي کوريا په مرسته به دوي يو انفارمېشن ټېکنالوجي پارک جوړوي او نوو کمپنيو باندې به تر درې کالو کوم ټېکس نه لګول کېږي.

د لارو او سړکونو د جوړولو لپاره په کليز بجټ کې ۳۲۰ اربه روپۍ کېښودل شوي.

د دې ترڅنګ د رېلوی لپاره ۴۵،۹ اربه روپۍ هم کېښودل شوي چې پکې به ۷۵ نوې انجنې، ۸۳۰ ډبې، ۲۵۰ نوي ګاډي او ورسره د پېښور نه تر کراچۍ به د رېل ګادي نوې لار جوړول کېږي.

مرکزي حکومت دا وار په دفاعي بجټ کې شاوخوا اته نيم فيصده زياتوالی کړی او د روان کال لپاره يې ۹۲۰ اربه روپۍ د دفاع لړ کې کېښودل شوې کومې چې تېر کال ۸۶۰ اربه روپۍ وې.

د پيپلزګوند له خوا شروع کړل شوي د غريبې طبقې مالي امداد منصوبې - بېنظيرانکم سپورټ پروګرام - لپاره په دې بجټ کې ۱۲۱ اربه روپۍ کېښودل شوي.

د بجټ د وينا په غبرګون کې مخالفو ګوندونو ويلي چې مرکزي حکومت پر هېواد د قرضو بوج نور هم زيات کړی دی.

تر غونډه وروسته د پاکستان تحريک انصاف غړي اسد عمر وويل چې د مسلم ليګ ن حکومت دعوې کوي چې هېواد به له قرضو خلاصوي خو دوي يوازې په درې کاله او نهه مياشتو کې دومره قرضې اخستي کومې چې پيپلز ګوند په پينځه کاله کې اخستې وې.

اسد عمر وویل ، بهرنۍ قرضې په ۲۰۱۳م کې ۶۱ اربه ډالره وې کومې چې تر مارچ ۲۰۱۷م۷۶ ارب ډالرو ته رسېدلې دي.

په قامي اسمبلۍ کې مخالفو ګوندونو دا بجټ رد کړی او د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار تر وينا وړاندې يې په قامي اسمبلۍ کې احتجاج وکړ.

د مخالفو ګوندونو دريځ وو چې د جمعې په ورځ د زميدارانو پر احتجاج د پوليسو تشدد او نیول د غندنې وړ ګام دی.

د اپوزېشن مشر او د پپلز ګوند مخکښ خورشيد شاه تر یو لنډه وینا وروسته په احتجاجي توګه له غونډې وواتی.

XS
SM
MD
LG