د لاسرسي ځای

د مردان امن جرګې اعلان کړی چې نن د جمعې په ورځ به د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کوونکي مشال خان د څلوېښتمې دوېمه دستوره په مردان کې کوي.

د دې دستورې جوړوونکیو په وينا چې د مردان خلکو د څلوېښتمې په دستوره کې ګډون نه وو کړی نو ځکه دوی غوښتل چې دلته هم داسې دستوره جوړه کړي چې د ضلعي انتظاميې په مرسته یې ورته ټولې تياريانې پوره کړي دي.

د دې جرګې جوړوونکی او د امن جرګې مشر سيد کمال شاه وايي په زېده کې د مشال خان څلوېښتمې په لړ کې دستوره شوې وه خو دا پېښه په مردان کې شوې وه نو د هغې وروستو خلک دوه ځايه تقسيم ښکارېدل نو ځکه دوی غواړي چې خلک راغونډ کړي او د دې پېښې پرضد راپاڅېدونکي ټول خلک هم راوبولي.

د کمال شاه په وينا چې په مردان کې د دې دستورې راجوړول اهميت لري ځکه چې د هغه د وژنې ځای عبدالولي خان پوهنتون مردان دی نو ځکه دوي نن د جمعې په ورځ په ډیفېنس کالونۍ مقام چوک مردان کې ماسپښين درې بجې دا دستوره راجوړه کړې ده.

((موږ تر دې وړاندې هم په شلمه نېټه د مشال خان د وژنې پرضد د عبدالولي خان پوهنتون مخې ته درې ګنټې مظاهره کړې وه.))

کمال شاه زياته کړه چې هغه ټولو سياسي ګوندونو، د مدني ټولنې فعالانو او د ژوند د بيلا بيلو برخو سره تعلق لرونکې کسانو ته په دې دستوره کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده څوک چې د صوابۍ دستورې ته ورغلي وو.

د صوابۍ سره تعلق لرونکی ليکوال او شاعر شيرين ياريوسفزی وايي چې د مردان خلکو کله هم د ظالم مرسته نه ده کړې چې ثبوت يې له دې وړاندې د مشال خان د وژنې پرضد د عبدالولي خان پوهنتون مخې ته هغه مظاهره هم وه کومه چې امن جرګې کړې وه او اوس هم دا دستوره د دې خبرې غمازي کوي چې د مردان خلک د مظلوم مرستيال دي.

د يوسفزي په وينا چې د مردان باشعوره پښتنو هم غوښتل چې په هغه ځای کې يوه داسې دستوره وکړي.

((د دې دستورې د لارې يو خو به دا تاثر ختم شي چې ګنې د مردان خلک د دغه ظلم ملګري دي. بله دا چې دا يو تاثر هم دی چې په مردان کې څوک د دې پرضد غږ نه پورته کوي نو د دې دستورې د لارې به دغه تاثر هم ختم شي))

د دې پوښتنې په ځواب کې چې په مردان کې د مشال خان د وژونکو په حق کې مذهبي ګوندونو مظاهرې کړي دي، نو دا دستوره راجوړول به کوم غبرګون ولري او کنه، د امن جرګې مشر کمال شاه وايي چې هر چا ته حق ترلاسه دی چې خپل دريځ وړاندې کړي خو داسې کله هم نه شي کېدلی چې د مردان ټول خلک د ظلم ملاتړ وکړي او نن چې کومه دستوره کېږي په دې کې ورته د ضلعي انتظاميې پوره پوره مرستې ترلاسه دي.

د مشال خان وژنه او مقدمه

د اپرېل پر ديارلسمه په عبدالولي خان پوهنتون مردان کې د زده کوونکو بلوه ګرو له خوا وژل شوي مشال خان د څلوېښتمې دستوره د مې پر ۲۱مه د هغه په خپل کلي زېده کې ترسره شوې وه چې پکې د سياسي ګوندونو د مشرانو ترڅنګ د مدني ټولنې فعالانو، وکيلانو او د زده کوونکو يوې لويې شمېرې ګډون کړی وو.

په هم دغه دستوره کې د مشال خان پلار او دستوره راجوړوونکې جرګې دا غوښتنه کړې وه چې دا مقدمه دې پوځي عدالت ته ولېږل شي.

بل اړخ ته د مردان پوليسو د اپرېل پر ۱۷مه په سپريم کورټ کې جمع کړي راپور کې ويلي چې په دې کېس کې تر دې دمه ۵۳ کسان نيول شوي او د دوه نورو کسانو لټون روان دی.

XS
SM
MD
LG