د لاسرسي ځای

'سیپېک په سیمه کې سیاسي ناکراري زېږولی شي'


د ملګرو ملتونو اسیا پېسیفک اقصادي او ټولنیز کمېشن یو رپورټ وایي د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپېک) له وجې له هند سره په فشار کې اضافه او سیاسي عدم استحکام پیدا کېدلی شي.

د یاد کمیشن دا رپورټ چې د یوې پټۍ یوه روډ نوښت (ون بیلټ اینډ ون روډ انیشیېټیو) تر سرټکي لاندې خپور شوی، پکې ویل شوي په افغانستان کې سیاسي عدم استحکام هم د اقتصادي راهدارۍ ممکنه ګټې د کابل او کندهار تر مرکزي آبادیانو محدوده ولی شي ولې چې وجه یې په سوهېلي او ختیځ افغانستان کې د طالبانو فعالیت دی.

د رپورټ ترمخه د پاکستان او هند ترمینځه د کشمیر شخړه د اقتصادي راهدارۍ لپاره د اندېښنې وجه ده.

رپورټ دا هم وایي د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ له وجې ټولنیزې او ماحولیاتي مسلې هم رامنخ ته کېدلی شي او ځایي خلک بې کوره کولی هم شي.

رپورټ زیاتوي، په بلوچستان کې دا ویره شته چې له نورو علاقو دغه صوبې ته ورتلونکي خلک به بلوڅان په اقلیت واړوي.

خو رپورټ دا هم وایي چې سيپېک به چین، پاکستان، ایران، هند، افغانستان او منځنۍ اسیایي ملکونو ترمینځ تجارت او معیشیت کې د اضافې سبب جوړېږي.

د پاکستان حکومت لخوا لا په دې لړ کې څه نه دي ویل شوي.

د چین - پاکستان اقتصادي راهدارې یو څېړونکی فضل سعید وایي چې مسلې شته خو چین د مسلو هواري لپاره خپل کوښښونه هم جاري ساتلي دي.

دې زیاتوي چې افغانستان کې امن پرځایکولو او له هند سره د تجارت په لړ کې یې هم خبرې روانې دي.

د هند لخوا د چین ــ پاکستان اقتصادي راهدارې په اړه هم په دا ورستیو کې اعتراض شوی وو او ویلي ول چې سيپېک د پاکستان ترواک لاندې کشمیر باندې تېرېږی چې لانجمنه سیمه ده خو چین هغه وخت ویلي وو چې سيپېک د کشمیر له شخړې سره هېڅ تړون نه لري.

XS
SM
MD
LG