د لاسرسي ځای

پېښور: په ودونو کې د لګښتونو بل ځنډنی شو


د خېبر پښتونخوا اسمبلۍکې د جهيز او په ودونو کې نور قسمه خرچو بندیزپه اړه بل د ځنډ ښکار شوی دی.

په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د جماعت اسلامي ګوند غړې او د ياد بل وړاندی کونکې راشده رفعت وايي چې د اسمبلۍ ځيني غړو لخوا د دی بل په بيلا بيلو نکاتو اعتراضونه راتلو نه پس دا په اسمبلۍ کې زر وړاندی نه کړې شو.

د نوموړې په وېنا د کومو غړيو لخوا چې په دی اعتراضونه راغلي وو په هغي خبرې اترې روانې دي او ډير زر به دغه بل په اسمبلۍ کې منظورېدو لپاره وړاندی کېږي.

"په دی دا قسمه رايې راغلي لکه داچې جهيز په ژوند کې يو ځل ته ورکړل کېږي نو بندیز پرې نه دی پکار بل دا چې جينۍ ته د واده په موقع کومې ډالۍ ورکړل کېږي په هغې کې دی اضافه وشي خو موږ ورته ويلي دي چې په جهيز به پابندي وي خو البته وراثت کې برخه ورکول موږ تسليموو.او موږ به دا خبره هم وړاندی کوو چې حق مهر ورته زر تر زره ورکړې شي او چې کوم جهيز ورکړې کيږي د هغې په ځايې دي ورته وراثت کې برخه ورکړې شي.په دی مسوده ډېري خبرې وشوی ټولو ته مو ډير وخت ورکړو چې د چاڅه اعتراضات وو هغي تر سره کولو پس بهدا ډير زر اسمبلۍ ته راوړو."

د روان کال مارچ مياشت کې د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې په جهېز د بندیز او ودونو کې يو قسم خوراکاو نورو خرچو پهاړه د بل مسوده وړاندی کړې شوی وه.

د بل تر مخه په جهيز به پابندي وي اود واده په موقع د لس زرو روپو نه زيات قيمتي ډالې به نه ورکړل کېږي. په واده به د اوويا زرو روپو نه د زيات لګښت اجازت هم نه وي.

دی نه علاوه د واده پر وخت به صرف يو قسم خوارک ميلمنو ته ورکړؒل کېږي.

په ياد بل جهېز د بندیز خلاف ورزي کوونکيو ته درې مياشتې قېد او د دوه لکو روپو د جرمانې سزا تجويز کړې شوی ده.

د بل ځنډولو په اړه د ښځو او بشري حقونو لپاره کار کونکې صايمه منير وايي چې په خېبر پښتون خوا کې قانون سازي خو ډېره وشوه خو دښځو د حقونو لپاره يو هم موثره قانون نه دی جوړ شوی اوس پکار ده چې دا قانون زر تر زره راوړې شي او په دی په فورې توګه عمل در آمد هم وکړې شي.

"چې څومره زر کېدي شي دا بل دی راشي موږ د دی په حق کې يو موږ غوارو چې دی ملک کې دی ټولنه کې واده کول لږ آسان شي خو د دی په بلکل دا مطلب نه وي چې په فيس بک راشي چې موږ قانون سازي وکړه په دی عمل درآمد کول هم پکار دی.نو ښه خبره دا ده چې يو مينځنې طبقې خلکو او کورنيو لپاره که دا کيږي نو هغه خلکو او مياندو پلارونو لپاره به د بچو ودونه کول آسان شي."

د بشري حقونو او د ښځو د حقونو لپاره کار کوونکي فعالان وايې چې د دی بل قانون جوړېدو ورستو د دی څارنه دی هم يقيني کړې شي چې دا شان په ټولنه کې د ښځو سره هر قسمه زياتي مخ نيوي وشي او د رسمونو رواجونو په نوم ښځې نه قربانېږي.

XS
SM
MD
LG