د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي کوریا د بل توغندي ازموینه کړې


پراګ - د یکشنبې پر ورځ شمالي کوریا د اټومي سروکې د انتقال وړ بالستیک لرې واټن ویشتونکی توغندی ازمویلی دی.

د جنوبي کوریا دفاعي چارواکو دا خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې دا توغندی د جنوبي پیونګان ولایت له پکجنګ سیمې نه توغول شوی او ختیځ لور ته یې ۵۰۰ کیلومتره لار وهلې.

دا خبره د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز کړې.

د شمالي کوریا له خوا د دغه بالستیک میزایل تر ازمویلو وروسته د جنوبي کوریا جمهور رییس د امنیت شورا یوه غونډه ور بللې څو په دې اړه بحث وکړي.

شمالي کوریا یوه اوونې مخکې هم یو منځ واټن ویشتونکی میزایل وازمویه.

شمالي کوریا تر اوسه په ۲۰۱۷ کال کې لس واره میزایلونه ازمویلي دي.

په ۲۰۱۶ کال کې یې لسګونه داسې میزایل ازمویلي و.

شمالي کوریا د اټومي سروکي د انتقال وړ بین القاره یي لرې واټن ویشتونکي میزایل د جوړولو لپاره هڅې زیاتې کړي هغه څه چې په اړه یې د متحده ایالتونو جمهور رییس ډونالډ ټرمپ قسم کړی چې ترسره به یې نه کړای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG