د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګردېز: پر بانک بريد کې درې ځانمرګي بريدګر او دوه سرتيري وژل شوي


د افغانستان د پکتیا ولايت امنیتي چارواکي وايي په ګردېز ښار کې د نوي کابل بانک پر څانګې درې واړه ځانمرګي بريدګر وژل شوي دي.

د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال توریالي افضلي مشال راډيو ته وویل چې نن دوه نیمې بجې لومړی یوه ځانمرګي بريدګر د نوي کابل بانک په دروازه کې ځان پوري تړلو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړه او دوه نور یې ودانۍ ته تر ننوتو وورسته له پولیسو سره په نښته کې ووژل شول.

امنیه قوماندان زیاته کړه چې په دغه بريد کې د نوي کابل بانک دوه امنیتي ساتونکي وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د پکتیا د عامې روغتیا مشر شېر محمد نقشنبدي مشال راډیو ته وویل چې د پېښې له ځایه دوی ته ۲۶ تنه ټپیان ور وړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ټپیانو زیاته برخه ولسي وګړي دي.

XS
SM
MD
LG