د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومند او شبقدر کې ۱۴ تنه ژوبل شوي


په قبايلي سيمه مومند ایجنسۍ او د چارسدې په شبقدر تحصيل کې د بمي چادونو په څلورو بېلا بېلو پېښو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه ژوبل شوي دي.

لومړۍ چاودنه بېګا (جمعه) د مومند ایجنسۍ په یکه غونډ تحصیل کې هغه مهال وشوه کله چې ناڅرګنده کسانو پر یو کور د لاسي بمونو برید وکړ چې په نتيجه کې يې شپږ ماشومان او پنځه مېرمنې ژوبل شوې.

بل پلو د شوقدر په میرو کلي کې په دوو نورو پېښو کې کورونو ته لاسي بمونه غورځول شوي چې په هغوی کې هم یو تن ژوبل شوی دی.

نن (شنبه) سهار بیا د شوقدر پر مېچني سړک د یو ښوونځي مخې ته چاودنه شوې چې یو زده کوونکی او د ښوونځي ساتونکی پکې ژوبل شوي دي.

تر اوسه چا د دې پېښو مسوليت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG