د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د ترهګرۍ مخنيوي کنفرانس کې د ګډون لپاره سعودي ته ځي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ترهګرۍ سره د مبارزې په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره سبا (شنبه) د سعودي عرب پلازمينې ریاض ته سفر وکړي. يوې معتبرې افغان حکومتي سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې ولسمشر غني به په دغه مهم کنفرانس کې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ګډون پکې کوي هڅه وکړي چې نړیوالو ته دا پیغام ورسوي چې ترهګري يوازې افغانستان ته نه بلکې ټولې نړۍ يو خطر دی.

د رسنيو په برخه کې د ولسمشر غني سلاکار نبي مصداق وايي چې سعودي عربستان د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لري ځکه دغه هېواد کولای شي پاکستان په دې برخه کې همکارۍ ته اړ کړي. د نوموړي په خبره دواړه هېوادونه ستراتيژيک ملګري دي نو هيله ده چې په دغه کنفرانس کې پاکستان ته يو ښکاره پيغام ورکړي څو له تاوتریخوالي لاس واخلي.

ټاکل شوې چې دغه کنفرانس به شنبه او يکشنبه په ریاض کې ترسره شي او د پاکستان د وزيراعظم نواز شریف په ګډون به د لسګونو اسلامي هېوادونو مشران ګډون پکې وکړي.

په کابل کې د سعودي شارژدافیر د سې شنبې په ورځ له ولسمشر غني سره د لېدنې پر مهال نوموړي ته د سعودي د پاچا سلمان بن عبد العزیز لخوا په دغه کنفرانس کې د ګډون بلنلیک ورکړی وو.

د راپورونو له مخې سعودي عربستان هغه هېواد دی چې د طالبانو پر ډلې زیات نفوذ لري او د پاکستان ترڅنګ يې د طالبانو د حاکمیت رژیم هم په رسمیت پېژندلی و.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان په دې باور دي چې که ولسمشر غني د کره شواهدو او اسنادو سره په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي نو د سعودي په ګډون به د دغه کنفرانس د ټولو ګډونکو هېوادونو قناعت ترلاسه کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG