د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې ناڅرګنده وسله والو درې مزدوران وژلي


د پاکستان د سوهېل لوېديځ ايالت بلوچستان په تربت سیمه کي د ناڅرګند وسله والو د ډزو په نتیجه کې درې مزدوران وژل شوي دي. پېښه نن (جمعه) هغه مهال رامنځ ته شوه کله چي دغه مزدوران د بلوچستان له مرکز کوټې څخه ۹۰۰ کلومیټره لرې سوهېل لور ته د کیچ ولسوالۍ په هوشاب سیمه کې دسړک جوړولو په کار بوخت ول.

د مکران ډویژن کمشنر بشیر احمد بنګلزي خبریالانو ته ويلي چې په هوشاب کې د پوځ تر کنټرول لاندې ادارې فرنټیر ورکس ارګنایزیشن ( اېف ډبلیو او) لخوا د سړک جوړونې کار روان و چې پر موټر سایکل سپاره دوه کسان ورغلل او هلته يې پر مزدورانو ناتاره ډزې وکړې او بيا وتښتېدل.

د ځايي لیویز ځواک په وینا په پېښه کې د وژل شوو مزدرانو تړاو د پاکستان د سند ایالت له خېرپور سيمې سره دی. تر پېښې وروسته پولیس او سرحدي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې يې پېل کړي دي.

تر اوسه د دې پيښې مسوليت چا نه دی منلی خو تر دې وړاندې د روانې مياشتې (مې) پر ۱۳ مه نېټه دګوادر په پشګان سیمه کي وسله والو پر مزدوانو ډزې کړي وې چې له امله يې ۱۰ مزدوران وژل شوي او يو شخت ژوبل شوی و. د هغې پيښې مسوليت بلوڅ ازادي غوښتونکې ډلې بلوڅ لبریشن ارمي (بې اېل اې) په غاړه اخيستی وو.

XS
SM
MD
LG