اسلام اباد: د پاکستان پوځ وايي، په پوځي عدالت کې تر مقدمې وروسته یې د ترهګرۍ په بریدونو کې ککړ څلور نور کسان په دار کړي دي.
د یاد پوځ د عامه اړیکو څانګې – آی ایس پي آر – د پنجشنبې په ورځ پر خپله پاڼه لیکلي چې دې کسانو ته د خیبر پښتونخوا په یو زندان کې دا سزا ورکړل شوې ده خو د زندان نوم او ځان نه دی په ډاګه شوی.
په بیان کې ویل شوي چې دې کسانو عام خلک وژلي وو ، تعلیمي ادارو ته زیان رسولی وو ، د تګ راتګ لارې یې ورانې کړې وې او پر امنیتي ځواکونو یې بریدونه کړي وو.
د پوځ له خوا ورکړل شوي مالومات ښي چې په دار ځړول شوي دا څلور کسان محمد ابراهيم ، رضوان الله ، سردار علي او شېر محمد خان نومیده چې ټول د تحريک طالبان پاکستان ډلې غړي ښودل شوي دي.
د بيان له مخې دې کسانو په عدالت کې خپل جرمونه منلي وو او له هغه وروسته پوځي عدالت ورته د مرګ سزا اورولې وه.
په پاکستان کې د مرګ له سزا له هغه وروسته بندیز لرې کړل شو چې د ۲۰۱۴م کال د ډسمبر پر ۱۶مه په پېښور کې وسله والو پر ارمي پبلک سکول خونړی برید وکړ.
به هغه برید کې تر ۱۴۰ د زیاتو ماشومانو په ګډون ټول شاوخوا ۱۶۲ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپي شوي وو.
د پاکستان حکومت له هغه وروسته د ملک په اساسي قانون کې د بدلون له مخې د پوځي عدالتونو جوړېدو او فعالیت اجازه ورکړې وه.
د بشري حقونو لپاره د کارکوونکو کورنیو او بهرنیو ډلو او سازمانونو له خوا پر سختو اندېښنو سربېره هغو عدالتونو ته د دوو کلونو لپاره اجازه ورکړل شوې وه چې د ۲۰۱۷ د جولايي پر ۷مه پای ته ورسېده.
د دې عدالتونو هدف دا ښودل شوی وو چې په ملک کې به د سختدریځۍ مخه نیسي او ترهګري به له منځه وړي خو د یو شمېر سیاسي ګوندونو له خوا یې پر لاسته راوړنو پوښتنې راپورته شوې.
د واکمن مسلم لیګ (ن) او پوځي مشرتابه په غوښتنه د ملک ټولو ګوندونو یو ځل بیا دې عدالتونو ته د دوو نورو کلونو لپاره د فعالیت اجازه ورکړې ده.
د دې عدالتونو مخالفین تور پورې کوي چې زیاتره پکې هغو کسانو ته سزاوې ورکول کېږي چې پر پوځي او استخباراتي ادارو یې بریدونه کړي وي.