د لاسرسي ځای

م.م په لغمان کې د ۵ ماشومانو پر وژلو اندېښنه ښودلې


افغان ماشومان

د یکشنبې په ورځ د لغمان په مرکز مهترلام کې پنځه ماشومان په داسې حال کې ووژل شول چې لوبې یې کولې او د هاوان ګولۍ پرې وچاودېده.

په لغمان کې د ۵ ماشومانو له وژل کېدو وروسته ملګروملتو یو وار بیا د افغان ماشومانو د مرګ ژوبلو د شمېر پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې.

په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو د دوشبنې په ورځ په یو بیان کې، په لغمان کې د یوې کورنۍ د پنځو ماشومانو پر وژل کېدو ژور خفګان څرګنده کړ او ویې ویل، دا د افغانستان د جګړې په ګڼو پېښو یوه ده.

د یکشنبې په ورځ د لغمان په مرکز مهترلام کې پنځه ماشومان په داسې حال کې ووژل شول چې لوبې یې کولې او د هاوان ګولۍ پرې وچاودېده. د وژل شویو ماشومانو عمرونه له ۶ تر ۱۲ کلونو ښودل شوي دي.

د ملګروملتو د راپورونو له مخې تېر کال د افغانستان په جګړه کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې شمېر د ۲۰۱۵م کال په پرتله په سلو کې ۲۵ زیات و.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG