د لاسرسي ځای

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وايي د هند پريميير لېګ په طرز يې کابل کې د شپږیزې کرکټ لېګ سیالیو لوبډلې داوطلبۍ يا پلورنې ته وړاندې کړي. د يادې ادارې ویاند فرید هوتک نن ازادۍ راډیو ته ويلي چې افغان سوداګرو د شپږیزې لیګ ټولې شپږ لوبډلې په شپږ لکه ډالرو واخيستلې.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې دا لوبډلې په دې توګه وپيرل شوې.

  • د راشد ارمان په مشرۍ، بند امیر لوبډله په يو ۱۵۰ زره امريکايي ډالر
  • د ميرويس اشرف په مشرۍ، امو نهنګان په ۱۱۰ زره ډالر
  • د محمد نبي په مشرۍ مس عینک په ۹۰ زره ډالر
  • د شاه پور ځدراڼ په مشرۍ بوست ساتونکي په ۸۰ زره ډالر
  • د شفیق الله شفق په مشرۍ سپين غر په ۶۹ زره ډالر
  • د اصغرستانکزي په مشرۍ کابل بازان په ۸۹ زره ډالر

تر دې وروسته به لوبغاړي هم داو طلبۍ ته وړاندې کيږي چې د بېلابېلو لوبډلو مالکانو ته به دا موقع په لاس ورکړي چې خپلې لوبډلې ته کوم لوبغاړی راولي. چارواکي وايي په دې اړه به وروسته معلومات شريک کړي. شپږيزې کرکت لېګ شل اووريز ميچونه هر کال په کابل کې کيږي او په دې ورستيوو کې يې ډېر مينه وال موندلي دي.

دا هم ولولئ: راشد خان، د افغانستان مسېحا

د راشد خان ارمان لوبډله تر ټولو ګرانه خرڅه شوې
د راشد خان ارمان لوبډله تر ټولو ګرانه خرڅه شوې

​د شپږيزې کرکټ لېګ دا نوی طرز په هندوستان کې انډين پريميير لېګ ته ورته دی چې پکې تجارانو د نړۍ له يو شمېر هيوادونو او هند لوبغاړي اخيستې او لوبډلې يې ترې جوړې کړې دي. په سن رايزر حيدراباد لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي، راشد ارمان او محمد نبي هم اخيستل شوې.

په پاکستان، بنګله دېش، ويست انډيز او اسټريليا کې هم د کرکټ ورته لېګ ټورنمنټونه کيږي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG