د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان : پر دیني عالمانو د حملو زیاتوالي اندېښنې را پارولي


 د ارشیف انځور کې د افغانستان دیني عالمان وینئ
د ارشیف انځور کې د افغانستان دیني عالمان وینئ

کابل ـ د کابل د دیني علماوو شورا په افغانستان کې د دیني عالمانو د ترور په زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړه.

د دغې شورا رییس عبدالبصیر حقاني د یکشنبې په ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې له امنیتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې د دیني عالمانو د ژوند خوندیتوب ته ځانګړی پام وکړي.

"موږ له امنیتي ارګانونو په جدي توګه غواړو، چې د علمانو ژوند خوندي کړي او په ځانګړې توګه هغه عالمان چې له نظام سره همکار او ورسره کار کوي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د عالمانو ژوند ته به ځانګړی پام وکړي او په دې برخه کې پولیسو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په کندهار کې مولوي عبدالغفور، په پروان کې د علماوو د شورا رییس مولوي عبدالرحیم شاه او په تر ټولو ورستۍ پېښه کې په کابل کې یو بل دیني عالم مولوی سیف الرحمن ستانکزی وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG