د لاسرسي ځای

تازه خبر

" د چین ـ پاکستان اقتصادي پروژه کې مو اندېښنې لرې شوې نه دي"


د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د اپوزیسون ګوندونه وايي چې له چين سره د اقتصادي پروژې په مغربي لاره لا هم تحفظات یې په خپل ځای دي.

دوی پرون د اسمبلۍ د غوندې پر مهال د پښتونخوا د وزیراعلی هغه بیان رد کړ چې ګواکې په دې پروژه یې تحفظات ختم شوي دي.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اپوزیسون ګوندونو مشر سردارحسین بابک وايي د خیبر پښتونخوا وزیراعلی د دې بیان په ورکولو سره د صوبې دریځ ته تاوان رسولی دی. نوموړی زیاتوي:

« زه د وزیراعلی په دې ادعا حیران یم، هغه څنګه ویلی شي چې د دې پروژې نه مطمین دی؟ هغه له پکار دي چې د صوبې د حقونو د لاس ته راوړلو لپاره مبارزه وکړي، نه دا چې داسې بیان ورکړي چې ګټه یې نورو ته ورسیږي.»

سردارحسین بابک وايي دوی د صوبې د حقونو د غوښتلو پر مهال د ټولو هغو ګوندونو د مشرانو د دریځونو احترام کوي چې د چین ـ پاکستان په اقتصادي پروژه کې د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره کار کوي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د پاکستان پیپلز ګوند غړې مېرمن نګهت اورکزۍ وايي، د نوموړې صوبې واکمنو ګوندونو د صوبې د حقونو د لاس ته راوړلو په اړه سمه مبارزه نه ده کړې:

« زه د وزیراعلی د دې بیان نه هېڅ مطمینه نه یمه. وزیر اعلی پروېز خټک یوه پروژه هم نه ده مکمله کړې.موږ به له هغه نه ځواب غواړو چې هغه څنګه د دې پروژې نه مطمین دی؟ »

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پروېز خټک د تېرې جمعې په ورځ ویلي وو چې دوی به د چین ـ پاکستان په اقتصادي پروژه کې له مرکزي حکومت سره مرسته کوي ځکه چې د دوی تحظات لرې کړل شوي دي.

همدارنګه د واکمنو ګوندونو استازي هم د وزیر اعلی پروېز خټک سره همغږي ښکاره کوي او وايي په یاده پروژه کې یې چې کومې اندېښنې درلودلې، هغه مرکزي حکومت لرې کړي او دوی به د مرکزي حکومت ملاتړ کوي.

د خيبر پښتونخواد اپوزیسون ګوندونه په داسې حال کې پر وزیر اعلی پروېز خټک نیوکې کوي چې هلته په چین کې د اقتصادۍ راهدارۍ په ګډون په سیمه کې د لویو اقتصادي پروژو په اړه سر مشریزه روانه ده.

XS
SM
MD
LG