د لاسرسي ځای

سعودي عرب له امریکا د سل اربه ډالرو وسلې اخلي


رویټرز خبري اژانس پرون ویلي، امریکا له سعودي عرب سره د وسلو په برخه کې یوه داسې معاهده تیاروي چې لګښت به یې څه د پاسه سل اربه ډالره وي.

دا خبرې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سعودي عرب ته د ټاکل شوې سفر یوه اونۍ وړاندی مخې ته راغلي دي. رویټرز د سپیني ماڼی د چارواکیو له خلې ویلي چې د وسلو دا معاهده به د سعودي عرب لپاره د ایران ، داعش او نورو سیمه ایزو ګواښونو پر ضد ګټوره ثابته شي.

رویټرز خبري اژانس لیکي ، امریکا د تیرې ډیرې مودې راهیسي سعودي عرب ته وسلې ورکوي چې پکې د لسګونه اربه ډالرو د ارزښت جنګې الوتکې او ځېنې نورې مهمې وسلې شاملې دي خو سعودي عرب سره د وسلو دا اوسنۍ معاهده تر ټولو غټه ده.

په دې معاهده کې بیړی، د توغندیو دفاعي نظام ، وسلې او ځېنې نورې خبرې شاملې دي. په یمن کې د سعودي عرب په مشری هوايي بریدونو کې د عامو وګړو د وژنې تورونه په سعودي عرب پوری کیږي .

XS
SM
MD
LG