د اروپايي ټولنې غړیو هېوادونو نن(پنجشنبه) په بروکسل کې پرېکړه وکړه چې اوکراینیانو ته ویزې ازادې کړي.
په دې اساس د اوکرایني اوسیدونکو لپاره وروستۍ مانع لرې شوه او دغه خلک کولای شي د اروپايي هېوادونو "شینګین" سیمو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
د اروپايي ټولنې د دوره يې مشر مالتا هېواد د کرنې وزیر رویدریک ګالادیس په بروکسل کې اروپايي شورا ته په خبرو کې وویل:
" د دې مقررې هدف دا دی چې اوکرایین ته د اروپا اوسیدونکي له ویزې پرته سفر وکړي او اوکراینیان هم چې بایومتریک پاسپورټونه لري په هرو شپږو میاشتو کې نوي ورځې اروپا ته د سفر اجازه ولري."
د اروپايي شورا او اروپايي پارلېمان غړي باید اوس دا پرېکړه د مې په اولسمه په سټراسبورګ کې تایید کړي.
د ویزې د ازادېدو مقرره به د جون له ۱۱ تطبیق کېږي.
د پخواني شوروي اتحاد یوه بل پخواني غړي هېواد جورجیا ته د ویزې د ازادېدو بهیر د مارچ په ۱۷ پيل شو.