د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا اصلاحات به ژر قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شي


د فاټا پارليماني غړيو د پاکستان قانون وزير او د لومړي وزير له سلاکارانو سره د قبايلي سيمو ايیني اصلاحات په اسمبلۍ کې د وړاندې کولو موضوع بحث کړه.

د پاکستان په پارلېمان کې د قبايلي سيمو استازيو ته ډاډ ورکړل شوی چې د فاټا په اړه ايیني اصلاحات به ډېر ژر د منظورۍ لپاره قامي اسبملۍ ته وړاندې کړل شي.

په قامي اسمبلۍ کې د خيبر اېجنسۍ استازي حاجي شاه جي ګل اپرېدي د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې دوی د سېشنبې په ورځ د پاکستان قانون وزير زاهد حامد او د وزيراعظم نوازشريف له سلاکارانو سرتاج عزيز او امير مقام سره وليدل او د فاټا اصلاحاتو په اړه يې ورسره خبرې وکړي.

د ده په وينا دوی ته ډاډ ورکړل شو چې په راتلونکيو څو ورځو کې به فاټا اصلاحات اسمبلۍ ته وړاندې کړل شي.

که حکومت فاټا اصلاحاتي راپور قامي اسمبلۍ ته وړاندې نکړ نو بيا بايد هرو مرو ددې وجه په ډاګه کړي. اعجاز مومند

د سرتاج عزيز په مشرۍ فاټا اصلاحاتي کمېټۍ په خپل تفصيلي راپور کې د قبايلي سيمو په تدرېجي توګه په خېبر پښتونخوا کې د ګډولو او د ايف سي ار پر ځای د رواج اېکټ نافذولو ترڅنګ يو شمېر نور انتظامي او اييني اصلاحاتو وړاندېزونه کړي وو.

د مارچ پر دويمه نېټه د نواز شريف په مشرۍد پاکستان کابينې ددې اصلاحاتي راپور منظوري ورکړې وه خو په اسمبلۍ کې يې د منظورۍ لپاره په وړاندې کولو کې ځنډ د فاټا پارليماني غړي او د مدني ټولنې فعالين خپه کړي دي.

دوی دهړکه ورکړې وه چې که اصلاحات اسمبلۍ ته وړاندې نه شو نو احتجاج به وکړي او په لړ کې يې د مې پر شپږمه نېټه په اسلام اباد کې ټول ګونديزه غونډه راوبللې وه.

فاتا ايیني اصلاحاتو په منظورۍ کې ځنډ د قبايلي سيمو استازي او مدني ټولنې فعالين خپه کړی دي.
فاتا ايیني اصلاحاتو په منظورۍ کې ځنډ د قبايلي سيمو استازي او مدني ټولنې فعالين خپه کړی دي.

خو ترکنفرانس يوه ورځ وړاندې یاني د مې پر پنځمه د پاکستان وزيراعظم د قانون وزير ته حکم ورکړ چې فاټا اصلاحات دې د منظورۍ لپاره د قامي اسمبلۍ په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړل شي.

د مې پر شپږمه ټول ګونديزه کانفرنس ددې ګام هرکلی وکړ خو دهړکه يې ورکړه چې که وزيراعظم پر خپله ژمنه عمل و نکړ نو دوی به د مې پر شلمه نېټه د احتجاج په توګه اسلام اباد وتړي.

د فاټا وکيلانو اتحاديي مشر اعجاز مومند د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل که چرته اوس هم حکومت فاټا اصلاحاتي راپور قامي اسمبلۍ ته وړاندې نکړ نو بيا بايد هرو مرو ددې وجه په ډاګه کړي.

دده په خبره داسې هيڅ ايیني وجه نشته چې له مخه يې اصلاحاتي راپور وړاندې نه کړل شي.

ټول ګونديزه کانفرنس دهړکه ورکړې وه چې که وزيراعظم پر خپله ژمنه عمل و نکړ نو دوی به د مې پر شلمه نېټه د احتجاج په توګه اسلام اباد وتړي.

د لومړي وزير نواز شريف ځانګړي سلاکار بېرسټر ظفرالله د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال ويلي وو چې په راتلونکې څو ورځو کې به د قامي اسمبلۍ غونډه راوبلل شي چې پکې به فاټا اصلاحاتي رپورټ وړاندې کړل شي.

نوموړي دا هم ويلي وو چې د ۲۰۱۸ کال تر ټولټاکنو له مخه به د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د فاټا لپاره۲۳ څوکۍ ځانګړې کړي چې پکې به پنځه ځانګړې وي او پر ۱۸ به انتخابات کېږي.

XS
SM
MD
LG