د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر چمن – بولدک د کرښې جوتولو چارې به ژر بشپړې شي


د چمن او سپین بولدک له دوو لانجمنو کلیو لقمان او جهانګیر پرته په عبدالله کلا او چمن ضلعو کې د سرشمېرنې بهیر بیا پیل شوی دی او په هغه سیمه کې د کرښې (پولې) معلومولو لپاره د پاکستان او افغانستان جیولوژیکي ډلو سروې په دویمه ورځ هم دوام لري.

په کوټه کې د مشال راډيو خبریال ایوب ترین د چمن یوه ځايي خبریال زمان اڅکزي له خولې وايي چې ضلعي چارواکیو د سېشنبې له ورځې د تعلیمي ادارو پرانستلو غږ کړی دی خو په لقمان او جهانګیر کلیو کې به تړلي وي.

د کندهار ولایت مرستیال والي حاجي اغالالي دستګیري د ازادۍ راډیو خبریال صادق ریښتین ته ویلي، د افغانستان او پاکستان ګډو تخنیکي ټیمونو چې د سرحدي پولیسو جنرالان ‌یې مشري کوي د چمن-سپین‎بولدک ترمنځ پر ډیورند کرښه د پرتو کلیو جیولوجیکي سروې او د رامنځته شوې نښتې تحقیقات پیل کړي.

د کندهار مرستیال والي آغا لالی دستیګري
د کندهار مرستیال والي آغا لالی دستیګري

نوموړي ویلي چې د افغان لوري مشري جنرال انور خان کوي او په چارشنبه به د سروې پایلې معلومې شي او مرکز ته به یې واستوي. د نوموړي په خبره په دې اړه به پرېکړه هم مرکز کوي.

د ولایت مرستیال دغه‌راز د جګړې د بیا پیل کېدو اندېښنې ته په ځواب کې وویل چې د دواړو هېوادونو د استازیو ترمنځ تر تړون وروسته د دوشنبې په ورځ د ډیورند کرښې له صفري برخې څخه افغان او پاکستاني ځواکونه پر شا شوي.

د پاکستان وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز وايي هېواد یې د افغانستان په شمول له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره پر-امنه تعلقات ساتل غواړي.

نوموړي د دوشنبې ورځپه اسلام اباد کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، که د پر-امنه اړیکو سره سره یې کوم هېواد د سرحداتو احترام نه کوي نو پرضد به یې جوابي کاروايي کوي.

سرتاج عزیز
سرتاج عزیز

سرتاج عزیز په دغه موقع غوښتنه وکړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول اندېښنې دې د مذاکراتو له لارې ختمې کړل شي.

چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د شخړې د مناسب حل غوښتنه کړی ده.

اعظمي: د کابل - اسلام اباد پر کړکېچ د چين څرګندونې مهمې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ګینګ شوانګ په دوشنبه په بیجنګ کې یوې خبري غونډې ته وویل، چین د یوه نېزدې ګاونډي په توګه له دواړو هیوادونو غواړي چې دغه مسله په ګډه او په مناسب ډول حل کړي او په سیمه کې سوله او ثبات خوندي کړي.

د مشال راډیو خبریال ایوب ترین وايي د چمن او سپین بولدک ترمنځ نن سېشنبه لا په پنځمه ورځهم د دوستۍ دروازه تړلې وه چې له امله یې نه یوازې د دواړو هېوادو ترمنځ د عادي وګړیو تګ راتګ تر اغېز لاندې راغلی دي بلکې د افغانستان ټرانزیټي سوداګري تر څنګ په هغه هېواد کې مېشت ناټو ځواکونو ته رسد هم په ټپه درېدلی دی.

افغان سوداګرو د لارې پرانیستلو غوښتنه کړې

د کندهار سوداګرو اتحادیې غړي رحم‎الدین حاجي‌ اغا ازادۍ راډیو ته وویل چې د افغان سوداګرو نېږدې ۲۰۰ ګاډي د کرښې دواړو غاړو ته بند پاتې دي.

یاده دې وي د چمن-سپین‎بولدک پر دغه لار هره ورځ له لسو تر پنځلسو زرو پورې کسان د سوداګرۍ کاروبار او ناروغانو د درملنې په هدف تګ راتګ کوي ځکه چې د چمن ډېری خلکو روزګار د وېش له ازادې تجارتي منډۍ سره تړلی دی. د چمن سوداګرو هم د لارې پرانستلو غوښتنه کړې ده.

پر ډیورنډ کرښه له نښتې اغېزمن شوی کور
پر ډیورنډ کرښه له نښتې اغېزمن شوی کور

د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د جمعې په ورځ د سپین بولدک او چمن ترمنځ په دوو لانجمنو کلیو کې د سرشمېرنې په کولو د دواړو غاړو په نښته کې ۱۲ تنه وژل شوي اوګڼ نور ژوبل شوي ول. تر پېښې وروسته پاکستان د چمن دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړله چې لا هم بنده ده.

د نښتې له کبله ډیورنډ کرښې ته څېرمه ډېری خلکو خپل کورونه پرېښي دي او ځايي انتظاميې په زاړه چمن کې د دغه اغېزمنو خلګو لپارهخېمې لټولي دي. خو په کېمپ کې تر اوسه ډېرو لږو کورنيو استوګنه پیل کړې ده ځکه چې زیاتره اغېزمن خلګ،کوټې، پشین، توبه اڅکزي او د عبدالله کلا ولسوالۍ و نور برخو ته کډه شوي دي. کومې کورنۍ چې په کېمپ کې اوسېږي هغوی زیاتره ډېر غریبان دي یا له وړاندې په کرایه کورونو کې اوسېدل. که څه هم حکومت د پي ډي ایم اې له لارې له اغېزمنو کورنيو سره مرستې پیل کړي دي خو دغه اغېزمنو کسانو شکایت کړی دی چې دوی ته ورکول کېدونکي خواړه د خوړولو نه دي.

له نښتې ژوبل یو ماشوم
له نښتې ژوبل یو ماشوم

په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري په خپاره شوي یوه بیان کي ویل شوي دي چې د پاکستان امنیتي ادارې دې سمدلاسه په سیمه کې امنیت ټینګ کړي او حکومت دې بې کوره شوي خلګ بیرته په خپلو کورونو کې اباد کړي. په بیان کې له سیمې د خلکو و نورو برخو تهلېږدول غندل شوي او دا عمل یې د ولس زیان بللی دی.

له جګړې وروسته د چمن پوله تر اوسه بنده ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:47 0:00

XS
SM
MD
LG