د لاسرسي ځای

تازه خبر

'امریکا به په نوې ستراتیژي کې د افغانستان لومړیتوبونه په پام کې ونیسي'


په داسې حال کې چې ټاکل شوې امریکا په لنډو ورځو کې د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتيژي اعلان کړي، افغان حکومت وايي، امریکا ډاډ ورکړی چې دغې ستراتیژي کې به د افغانستان لومړیتوبونه په پام کې ونیسي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند تواب غورځنګ د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له امریکا سره شویو خبرو کې ډاډ ورکړل شوی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې به د افغانستان غوښتنې په پام کې ونیول شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند تواب غورځنګ
د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند تواب غورځنګ

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"بې له شکه، کومې غوښتنې او نظریات چې د افغان دولت له لوري مطرح شوي، امریکا موږ ته ډاډ راکړی چې دا به د ترهګرۍ په وړاندې په نوې پالېسۍ کې په پام کې ونیسي."

د ښاغلي غورځنګ په وینا، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د هوايي ځواکونو پیاوړي کول او تجهیز، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې د څلور کلن پلان عملي کول او د دغو ډلو په ځانګړي ډول داعش له‌منځه وړل د افغان دولت د لومړیتوبونو یوه برخه ده.

په دې وروستیو کې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس او د نوموړي هېواد د ملي امنیت سلاکار مک‎مسټر افغانستان ته سفرونه وکړل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د واشنګټن پالېسي د دغو سفرونو د اجنډأ یوه مهمه برخه وه.

یو شمېر امریکايي ورځپاڼو مخکې تر دې راپورونه ورکړي چې د امریکا ولسمشر به ډېر ژر په دې اړه پرېکړه وکړي چې افغانستان کې څه ډول اقدام کوي.

نیویارک پوسټ ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې تر همدې سرلیک لاندې یو مطلب چاپ کړی چې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه په‌کې راغلي دي.

ورځپاڼه لیکلي چې د ولسمشر ټرمپ په امنیتي کابینه کې د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدمهالې جګړې په اړه تر څو اوونیو بحث وروسته بالاخره تېره اوونۍ امنیتي چارواکي د افغانستان په اړه د مهمو ستراتیژیکو ټکو په برخه کې موافقې ته ورسېدل.

په دغو بحثونو کې هغه چارواکي چې افغانستان کې د امریکا د پوځي پراختیا پلویان وو، بریالي شوي دي.

نیویارک پوسټ وايي، تر کومه چې طالبان سولې ته نه‌وي حاضر شوي، پر وړاندې به‌یې بریدونه زیات شي.

یادې ورځپاڼې د یو شمېر امریکايي چارواکو له قوله چې نومونه‌یې نه‌دي اخیستل شوي، خو د دغې ستراتیژۍ له محتویاتو خبر دي، لیکي چې د دغې ستراتیژۍ د عملي کولو لپاره په کلني ډول ۲۳ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

خو د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وايي، افغانستان د خپلو ګاونډیو هېوادونو په پرتله ډېر زیامن کېږي، هغه ګاونډیان چې د ده په باور د دولت د مخالفو وسله‎والو ډلو ملاتړ کوي.

فضل‌الهادي مسلمیار د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ټول هغه کسان چې د افغانستان د خلکو د ځورونې لامل ګرځي، امریکا یې باید پر وړاندې عملي اقدام وکړي.

مسلمیار: افغانستان د خپلو ګاونډیو هېوادونو په پرتله ډېر زیامن کېږي.
مسلمیار: افغانستان د خپلو ګاونډیو هېوادونو په پرتله ډېر زیامن کېږي.

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"په دې نېږدې وختونو کې امریکا د افغانستان پر وړاندې خپله نوې پالېسي وروستۍ کړې او که خدای غوښتل اعلان به شي، دا پالېسي به د افغانستان د خلکو په خیر او د دوی ملاتړ لپاره وي، هغه څه چې موږ ورڅخه نن ځورېږو او هغه تکلیف چې له ګاونډیانو څخه رارسېږي، د امریکا له دوستۍ څخه دی، باید امریکا ناځواني ونه‌کړي او د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږي او د هغوی پر وړاندې چې زموږ خلکو ته تاوان رسوي، عملي اقدام وکړي."

د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه په تېرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا له کړنو څخه ده.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس په دې باور دی چې باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې د اوږدې مودې لپاره د افغانستان له خلکو څخه ملاتړ د امریکا د نوې پالېسۍ یوه برخه وي.

د راپورنو له مخې، ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتیژي د روانې مېلادې میاشتې تر ۱۶مې نېټې اعلان شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG