د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پښتونخوا اسمبلۍ کې به فاټا ته ۲۳ چوکۍ ورکول کېږي”


تر غونډې وروسته د وزیراعظم نواز شریف ځانګړي سلاکار بیرسټر ظفرالله يوې خبري غونډې ته وویل چې د ۲۰۱۸م کال په انتخاباتو کې به په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې قبایلي سیمو ته  ۲۳ چوکۍ ورکول کېږي چې پينځه به پکې مخصوص وي او پر ۱۸  چوکیو  به انتخابات کیږي.

په اسلام اباد کې نن (شنبه) د فاټا اصلاحاتو په اړه رابلل شوې ټول ګونديزې غونډې په خپله اعلامیه کې غوښتنه کړې چې د وزیراعظم له احکاماتو سره سم دې د فاټا اصلاحاتو په اړه د قامي اسمبلۍ غونډه راوغوښتل شي.

له خېبر اېجنسۍ څخه د پاکستان قامي اسمبلۍ ته منتخب استازي حاجي شاه جي ګل اپريدي مشال راډيو ته وويل چې که حکومت د مې تر ۲۰مې نېټې د فاټا اصلاحاتو بل د منظورۍ لپاره قامي اسمبلۍ ته وړاندې نکړ نو پر ۲۰م مې به د قبايلي ولس په مرسته اسلام اباد وتړي او هيچا ته به د ولسمشر او وزيراعظم دفترونو په شمول په سېکرېټرېټ کې د کار کولو اجازه ورنکړي.

د قبایلي سیمو نه د پارلیمان غړیو له اعلامیې سره سم غوښتنه کړې چې د ۲۰۱۸م کال په انتخاباتو کې دې فاټا ته په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې بشپړه نمایندګي ورکړل شي.

تر غونډې وروسته د وزیراعظم نواز شریف ځانګړي سلاکار بیرسټر ظفرالله يوې خبري غونډې ته وویل چې د ۲۰۱۸م په انتخاباتو کې به په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې قبایلي سیمو ته ۲۳ چوکۍ ورکړل کیږي چې پينځه به پکې مخصوص وي او پر ۱۸ چوکیو به انتخابات کېږي.

نوموړي وویل د وزیراعظم هڅه ده چې د روانې میاشتې پر ۲۷مه نیټه چې د بجټ غونډه کیږي، تر هغې مخکې به د قامي اسمبلۍ غونډه راوبلل شي.

په نننۍ غونډه کې پاکستان پيپلز ګوند، پاکستان تحريک انصاف، پاکستان مسلم ليګ ق، عوامي نېشنل ګوند، جماعت اسلامي، قامي وطن ګوند او د فاټا پر پارلماني استازو سربېره د قبايلي سيمو د سياسي ګوندونو اتحاديې، د فاټا وکيلانو تنظيم او قبايلي مشرانو ګډون کړی و.

دا غونډه نن په داسې حال کې وشوه چې پرون د وزیراعظم له دفتره په خپاره شوي بیان کې ویل شوي ول چې وزیراعظم نواز شریف د قانون وفاقي وزير زاهد حامد ته امر کړی چې د قبايلي سيمو اصلاحاتو بل د قامی اسمبلۍ په راتلونکي غونډه کې وړاندې کړي.

په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو لپاره وزيراعظم نواز شريف په ۲۰۱۵م کال کې د بهرنيو چارو د سلاکار سرتاج عزيز په مشرۍ پنځه کسيزه کميټۍ جوړه کړې وه او يادې کمېټۍ د قبايلي سيمو له دورو وروسته په خپلو سپارښتنو کې ويلي وو چې قبايلي سيمې دې په مرحله واره توګه په خېبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي.​

فاټا اصلاحات د مارچ پر دویمه نېټه د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ کې شوې د وفاقي کابینې په غونډه کې وار د مخه منظور کړل شوي وو.​

XS
SM
MD
LG