په پېښور کې ځوانانو ته انفارمېشن ټيکنالوجي په څانګه کې د کار او روزګار موندلو لپاره يو کانفرنس جوړ شوی دی.
دغه درې ورځنی کانفرنس تېره ورځ (جمعه) پېل شوی چې پکې په لوی شمېر کې ځوانان ګډون کوي. کانفرنس د خېبر پښتونخوا انفارمېشن ټیکنالوجي بورډ لخو جوړ شوی چې ورته د يو شمېر نړيوالو ادارو ملاتړ هم ورته ترلاسه دی.
په دې کانفرنس کې ځوانانو ته د انفارمیشن ټیکنالوجۍ په میدان کې د ذده کړو او روزګار ترلاسه کولو په اړه مالومات ورکړل شو.
مشال ریډیو سره د خبرو په وخت د کانفرنس ګډونوالو وویل پښتانه د ټیکنالوجۍ په میدان کې د نوو معلوماتو نه ناخبره دي نو له دې کبله دا ډول کانفرنسونه د زده کوونکو لپاره ډېر اړين دي.