د لاسرسي ځای

د امریکا ولسمشر وايي، د روانې میاشت په وروستیو کې سعودي عرب، اسراییلو او واټیکان ته ځي.

سپینې ماڼۍ بېګا وویل، ټرمپ به د مې پر ۲۴مه واټیکان ته ورشي او د کیتلېک عیسویانو له مشر پوپ فرانسېس سره به وویني.

تر دې وروسته، نوموړی د مې پر ۲۵مه په برسلز کې د ناټو په سرمشریزه او بیا د روانې میاشت پر ۲۶مه او ۲۷مه د اېټالیې په سېسلي کې د اووه پرمختللیو هېوادونو د ګروپ په غونډه کې ګډون کوي.

ټرمپ تېر مازیګر د مذهبي عالمانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، دا به د ولسمشر په توګه د ده لومړی بهرنی سفر وي:

((د امریکا د ولسمشر په توګه زما لومړی بهرنی سفر به سعودي عرب ته وي. تر هغې وروسته اسراییلو ته ځم او بیا هغه ځای ته ځم چې زما [عیسوي] پادریان ورسره ډېره مینه لري – یعنې روم!!))

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر به په سعودي عرب کې له عرب مشرانو سره د منځني ختیځ د سولې بهیر او د ترهګرۍ د ګواښ په ګډون پر سیمه ییزو موضوعاتو خبرې کوي. ټرمپ دا اعلان د فلسطینۍ ادارې له ولسمشر محمود عباس سره تر لیدو یوه ورځ وروسته کړی دی.

XS
SM
MD
LG