د لاسرسي ځای

په کوهاټ ضله کې استرزو، مريي او کچيي قومونو خپلې ټولې درنې وسلې په خپله خوښه حکومت ته سپارلي دي.

پولیسو ترمخه، د زیارت په ورځ په سپارل شویو وسلو کې مارټر ګن، آر آر ۷۵، راکټ لانچرې، آر پي جي، الوتک ضد ټوپک (اینټي ايېرکرافټ ګن)، دشکه، اېل اېن جي مشین، اېچ اېم جي مشین، ګولې او توغندي شامل دي.

د کوهاټ پولیسو ویاند فضل نعیم مشال راډيو ته وويل، د خلکو د سر او مال ساتنه د حکومت ذمه واري ده نو چا ته هم د درنو وسلو ضرورت نه شته ځکه چې له دې هر وخت د شر او فساد د کېدو خطره وي او زیاتوي که هر چا تر پنځلسم مې پورې دوی ته خپلې وسلې و نه سپارلې نو پرضد به یې سخت ګام اخېستل کېږي.

د کوهاټ پولیسو ویاند وايي،درنه وسله اېښودل غیرقانوني ده، پکار ده چې موږ ټول د ریاست کوم قوانین پر خپلځان پلی یا لاګو کړو. د هغه احترام وکړو.

یاده دې وي، څلور میاشتې کېږي چې امنیتی ادارو له خلکو په رضاکارانه توګه د درنو او غیرقانوني وسلو و حکومت ته د سپارلو یو کمپاین پیل کړی دی.

ځايي خبریال نبي جان مشال راډيو ته وویل، دغه کمپاین چې تر کوهاټ، هنګو، اورکزیو او کورمې پورې محدود دی، په ځينو سیمو کې په کامیابۍ سره روان دی خو په کورمه او یا نورو سیمو کې یې لا تر اوسه خپل اهداف نه دی ترلاسه کړي.

نبي جان وايي، که چېرې له دغو سیمو خلکو درنه وسله راغونډه کړل شي نو امنیت هم ورسره ښه کېدلای شي.

ځايي خبریال زیاتوي، په کورمه، اورکزو، هنګو او کوهاټ کې د درنو وسلو راغونډولو بنیادي موخه د فرقه ییزه نښتو مخه نیول ده ځکه چې هلته د شییعه ګانو او سنیانو ترمینځ وخت په وخت خونړۍ نښتې کېږي چې دا د امنیت لپاره یو لوی ګواښ دی.

XS
SM
MD
LG