د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۱۰۲ کتابونو څښتن پروفېسر نواز طاير له نړۍ وکوچېد


د پېښور پښتو اکاډمۍ د پروفېسر محمد نواز طاير په وياړ جوړه شوې غونډه کې نوموړي ته جايزه ورکوي
د پېښور پښتو اکاډمۍ د پروفېسر محمد نواز طاير په وياړ جوړه شوې غونډه کې نوموړي ته جايزه ورکوي

د پښتو ژبې نامتو ليکوال او څېړونکی پروفېسر محمد نواز طاير د ۸۳ کلونو په عمر نن (پنجشنبه) په ملاکنډ کې په حق ورسېدی. نوموړي د پښتو شعر، ادب، تحقيق، فولکلور او ژباړې په برخه کې لسګونه کتابونه ليکلي وو. پر دې سربېره هغه د پښتو اکاډمۍ پېښور مشر هم پاتې شوی و.

پروفېسر طاير په ۱۹۳۴م کال کې د ملاکنډ په تاڼې کلي کې د خانخيلو په ټبر کې زېږېدلی و. نوموړي په ۱۹۵۷م کال کې له ګورنمنټ کالج لاهور څخه د جغرافيې په څانګه کې ماسټري تر لاسه کړه. له هغه وروسته يې په ۱۹۶۰م کال کې له پېښور پوهنتون څخه پښتو انرز او په ۱۹۶۴م کال کې يې پښتو ماسټر سند تر لاسه کړ.

نوموړي د خپل عمر لويه برخه د پښتو ژبې ادب ته ځانګړې کړې وه او د ژوند تر وروستۍ ورځو شپو پورې له کتاب سره تړلی پاتې شو. نوموړي که يو خوا پراخه مطاله درلوده نو بلخوا يې د پښتو ادب لمن ته خپل ۱۰۲ کتابونه وسپارل.

دا چې په پښتو ادب کې د نوموړي ځانګړتيا څه وه او پر کومو موضوعاتو يې زيات کار کړی و؟ د پښتو اکاډمۍ مشر پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير وايي چې پروفېسر طاير د فولکلور او ماشومانو ادب په برخه کې ځانګړی کار کړی دی. د نوموړي په وينا د فولکلور داسې ډېر کم اړخونه به پاتې وي چې پروفېسر طاير يا خپله کار نه وي پر کړی يا يې له نورو ژبو ژباړلي نه وي.

پروفېسر طاير د پښتو ۱۲ زره روحي متلونو راټول کړي او په پښتو، اردو او انګريزي ژبو کې يې چاپ کړي دي.

که څه هم پروفېسر محمد نواز طاير په ۱۹۵۴م کال کې د پپېښور په پښتو اکاډمۍ کې کار پېل کړی و خو له ۱۹۷۹م کال څخه بيا تر ۱۹۹۵م کال پورې د اکاډمۍ مشر پاتې شو. د نوموړي د مشرتابه دغه ۱۶ کلنه دوره د اکاډمۍ په تاريخ کې په ډېرو ښو ټکو ياديږي. نصرالله جان وزيرپه دې اړه وايي دا د پښتو اکاډمۍ مثالي دوره وه او پر دې مهال اکاډمۍ خپل اوج ته ورسېدل.

د نوموړي په وينا د نواز طاير د مشرۍ پر مهال په اکاډمۍ کې د تخليق، تحقيق او ژباړې په برخو کې ډېر زيات کار وشو. پر دې سربېره ګڼې څېړنيزې او قلمي نسخې چاپ شوې او د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ لپاره پر يو شمېر پروژو کار وشو.

د پېښور پښتو اکاډمۍ د تېر ۲۰۱۶م کال په پای کې د پروفېسر محمد نواز طاير د ادبي خدماتو په وياړ يو سېمينار هم جوړ کړی و. نوموړي سېمينار ته د وينا پر مهال ويلي و چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به پښتو ژبې او ادب ته چوپړ وهي.

XS
SM
MD
LG