د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران: د سکرو په کان کې چاودنې ۳۵ کسان وژلي


د ایران په شمال کې د سکرو په یوه کان کې له چاودنې لږ تر لږه ۳۵ مزدوران وژل شوي دي.

د چارشنبې په ورځ چارواکو د ایران سرکاري خبري اژانس (ارنا) ته ویلي چې چاودنه په کان کې د میتېن ګېس له وتو رامنځ ته شوې ده.

د ایران په ګلستان ولایت کې په دغه کان کې د چاودنې په وخت نېږدې ۸۰ کان کیندونکیو کار کاوه.

په عین حال کې چارواکو ویلي دي چې په دغه چاودنه کې ۶۹ کسان ټپیان شوي هم دي.

په کان کې د بند پاتو کسانو لپاره د ژغورنې عملیات دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG