د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند له پاکستان سره پر کشمیر لانجه د ترکیې ثالثي رد کړه


پاکستان د ترکي ولسمشر لخوا د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمینځ د کشمیر شخړې هوارولو لپاره د منځګړتول کولو هرکلې کړی خو بلخوا هند دا وړاندیز رد کړی او دا یي دوه اړخیزه مسله ګرځولی ده.

هند د ترکيې د ولسمشر لخوا د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ د کشمیر پر سر د شخړې هوارولو لپاره د منځګړي رول لوبولو وړانديز رد کړی دی. د دوشنبې ورځ د هند بهرنيو چارو وزارت وياند کوپال بګلې په نوي ډيلي کې خبريالانو ته وويل چې دا دوه -اړخيزه معامله ده.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نن په خپرې شوې خبرپاڼه کې ويلي د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردغان د وړانديز هرکلی کړی دی او دا يې په سيمه کې د سولې پر لور مهم ګام بللی دی.

کشمير په ۱۹۴۷م کال کې د پاکستان او هند خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته په داوړو هېوادونو کې وېشل شوی او دواړه هېوادونه د هماليه غرونو دغه لانجمنه سيمه د ځان ګڼي. هند او پاکستان د کشمير پر سر دوه جنګونه هم کړي دي.

د سیمه ایزه چارو کار پوه ضیا الدین وایي چې د هند همېش له دا موقف پاتې شوی چې د کشمیر مسله دوه اړخیزه ده خو پاکستان د کشمیر په معاملې خبرې کول غواړي.

''هغې خو دا دعوا کوي چې کشمیر د هند یوه برخه ده او په هغه څه شخړه نه شته. که هغوی ته د کشمیر پر معامله له پاکستان سره یو څه خبرې کول وي نو د ترهګرۍ په اړه به خبرې کوي، څه ته چې هغوی د پولې هغه غاړې ترهګري وایي نو د هغې لپاره پاکستان تیار نه دی او وایي چې وړومبۍ په کشمیر خبرې وکړي نو په ترهګرۍ به هم خبرې وکړل شي.''

د کارپوهانو په وینا چې د پاکستان او هند ترمینځه بنیادي شخړه د کشمیر ده خو د دې له وجې نه صرف د دواړو ملکونو ترمېنځه دوه اړخیز اړخیز اړیکې متاثره دې بلکې دوي د اوبو د وېش په معاهدې او تجارت غوندې په مهمو معاملو هم خبرو اترو نه پاتې دي.

دې لړ کې د سیمه ایزه چارو یو بل کار پوه هارون رشید وایې له بده مرغه د کشمیر مسله په نورو مسلو حاوي ده او تر څو چې دې لړ کې څه پرمختګ نه کېږي نو نورو معاملو کې حالات د ښه کېدو امید نه شي کېدلای.

''یو وړاندېز دا وو چې کشمیر یوه سخته او کلکه مسله ده چې هاغه نه هواریږي نو باید چې مخکې دا وړې مسلې هوارې کړو لکه تجارت او اړیکې خپلو کې ښې کړو. او چې کې کله دې اړخ ته څه پرمختګ وشي نو پکې مسله راشي او هاغه په ځایې پاتې شي. څو پورې چې د کشمیر مسله نه وي هواره شوې نو ماتا نه ښکاري چې په نورو معاملو کې به څه پرمختګ وشي.''

تېره میاشت هم پاکستان په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفیرې نیکې هیلې لخوا د کشمیر په معاملې د پاکستان او هند ترمېنځه د ثالثې د بیان هرکلې کړې وو خو د امریکې سفیرې د بیان په جواب کې هند لخوا ویلي شوې وو چې هند او پاکستان ترمېنځه د مسلو هواري لپاره په مزاکراتو کې د ترهګرې او تشدد نه پاک ماحول په اړه په حکومتي دریز کې څه بدلون نه دې راغلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG