د لاسرسي ځای

تازه خبر

صوابۍ جرګه: د مشال خان کېس دې پوځي عدالت ته وسپارل شي


د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د اپرېل په ۱۳ مه د بلوه ګرو زده کوونکیو لخوا د وژل شوي زده کوونکي مشال خان پلار د ټولو سیاسي ګوندونو له کارکوونکیو د انصاف په ترلاسه کولو کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د ګل/دوشنبې په ورځ په صوابۍ کې یوې جرګې ته د وینا پر مهال محمد اقبال چې د اقبال شاعر په نوم هم پېژندل کېږي جرګې ته په خپله وینا کې وویل، "له تاسو مې یوازې غوښتنه دا ده، د کوم انصاف مطالبه چې ما کړې ده، تاسو زما د خاورې خلک یاست، زه ستاسو ورور یمه، تاسو د صوابۍ ولس له ما سره ودرېږئ، له ما سره به پکې پوله او پټی نه کوئ، دا به زموږ د صوابۍ ولس له لوري د پښتو او ننګ مسله وي، د ناموس او عزت مسله وي، د انساني حقونو مسله وي. زه د صوابۍ له ولسه زیات امېد لرم چې تاسو له ما سره په دې کې ودرېږئ."

د مشال راډیو خبریال وايي، د جمیعت علما اسلام پرته په صوابۍ کې د فعالو ټولو ګوندونو استازیو په یاده جرګه کې برخه واخېسته او د مشال خان کورنۍ ته یې ډاډګېرنه ورکړه چې په هر ازمویښت کې به ورسره اوږه په اوږه ولاړ وي.

دغه جرګې د صوابۍ پوهنتون د مشال خان په نوم کولو غوښتنه وکړه او د مشال خان د کېس څارنې لپاره د سیاسي ګوندونو او مدني فعالانو په غړیو مشتمله یوه کمېټۍ هم جوړه کړله.

د دغه کمېټۍ یوه غړي لیاقت یوسفزي مشال راډيو ته وویل، ''دې کمېټۍ ته د اقبال کاکا خپله خبره وکړه اوس به دا کمېټۍ د مشال خان کېس پرمخ وړي او د هغه لپاره د انصاف ګټلو هڅې به کوي. نوموړي وویل، د کمېټۍ مطالبه یې دا ده چې د مشال خان کېس دې سره له ثبوتونو پوځي عدالت ته یووړل شي. د ده په خبره کې د مشال خان تر څلوېښتمې دوی ته د انصاف رسېدو څرک و نه لګېدلو نو د راتلونکې کړنلارې اعلان به د زرګونه ولس په موجودګۍ کې کوي.''

د تېرې جمعې په ورځ د ختم نبوت او ناموس رسالت په نوم په سلګونه خلکو د ماسپښین تر لمانځه وروسته په مردان په کالج چوک کې یوه غونډه وکړه او د مشال خان پرضد یې پر پاڼو لیکلي داسې پیغامونه خپاره کړل چې ګواکې هغه مذهب ته سپکاوی کړی وو.

په صوابۍ کې د جوړې کړل شوې کمېټې یو غړی سلیم خان مشال راډيو ته وویل، "په مردان کې ځېنې خلک د مشال خان قاتلان ژغورل غواړي. د توهین رسالت خبره په دې کې شته نه. خبره دا ده چې به یو نوم خو دوی دا سړی مړ کړ اوس د خدای او د رسول په نوم غلو او قاتلانو ته لاره ورکوي او راخلاصوي یې. موږ د دې مخالفت وکړو. په خدای، رسول موږ ټول متفق یو. زموږ به دا کوښښ وي چې په مردان کې هم د صوابۍ غوندې یوه جرګه وکړو. او هلته د مردان ذمه وار ولس راټول کړو."

بل پلو، د خیبر پښتونخوا پولیس وايي د مشال خان وژنې په تور یې تر اوسه ۴۹ کسان نیولي اود عمران په نوم هغه تن هم پکې شامل دی چې پر مشال خان یې ډزې کړې وې.

  • انځور سایز

    ځلاند یوسفزی

    ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG