د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی پلاوی به د کابل – اسلام اباد اړیکې بیرته پرځای کړي؟


د پاکستان پارلېماني پلاوی د قامي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق په مشرۍ له افغان ولسمشر اشرف غني سره د لیدو مهال. ۲۹/۰۴/۲۰۱۷
د پاکستان پارلېماني پلاوی د قامي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق په مشرۍ له افغان ولسمشر اشرف غني سره د لیدو مهال. ۲۹/۰۴/۲۰۱۷

د پاکستان قامي اسمبلۍ سپیکر سر دار اياز صادق د افغانستان له دوه ورځني سفره پس له خبر یالانو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي چې د ده په مشرۍ کې ټول ګونديزه پارلېماني پلاوي افغانستان ته د ښه تعلقاتو د پيل لپارهد لارو هوارولو له تللي ول او زیاته يې کړه چې د دواړو هېوادونو ولس په مينه او ورورولۍ ولاړ ګاونډيتوب غواړي خو پوښتنه دا ده چې آیا دا ډول سیاسي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمينځ وار له مخه خراب تعلقات ښه کولی شي او که نه د دې پوښتني په ځواب کې د افغان چارو پوه رحيم الله يوسفزی وايي چې د دواړو هېوادونو ترمينځ د تعلقاتو د کړکېچ بنیادي سیاسي نه بلکې امنیتي ده.

''دا خو د پارلېمان غړي دي چې څه پکې د حکومت او څه پکې د حزب اختلاف سره تعلق لري او دا د دې جمهوري حکومت يوه برخه دي خو د دواړو هېوادونو تر مينځ د تعلقاتو په لړ کې د دواړو هېوادونو د امنيتي ادارې، پوځ او استخباراتي ادارې مهم رول لري نو په دي پلاوي کې د پاکستان د امنیتي ادارو هېڅ نمايندګي نه وه.''

بلخوا په کابل کې د سیمه ايزو چارو پوه اباسين بریال هم د رحيم الله يوسفزي سره متفق ښکاري خو زیاتوي چې دا ډول تګ راتګ د د دواړو هېوادونو ترمينځ د باور فضا رامنځته کولو کې يو څه کردار لرلی شي خو افغانستان تل د خپلو امنيتي ستونزو ذمه واریو مسول د پاکستان سیاسي حکومت نه بلکې د دغه هېواد امنيتي اداري ګڼي.

"زما په اند دا ډول سفرونه تشريفاتي حرکتونهدي. که په اصولي نظر ورته وکتل شي نو بايد دا ډول پارلېماني پلاوي ډېر موثره وي خو په هغه صورت کې چې د دا ډول مذاکراتو او د دې په نتیجه کې د ترسره شویو پرېکړو واک او اختیار ورکړل شوي وي. خو له پاکستانه چې کوم پارلېمان پلاوی افغانستان ته راځي له هغوی سره د خپلو خبرو د نتيجو عملي کولو واک نه شته، د هېوادونو ترمينځ تعلقاتو ښه کولو کې پارلېماني پلاوي ډېر مهم رول لري خو په هغه صورت کې چې دوی خپلې خبرې په حکومتونو ومني."

سر دار اياز صادق له خبر یالانو سره په خپلو خبرو کې وويل چې په نېږدې څو ورځو کې به د پاکستان پوځ استخباراتي اداري ای اېس ای مشر هم کابل ته سفر وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمينځ په امنيتي ستونزو خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG