د لاسرسي ځای

تازه خبر

تړون مې په حکومت کې د شامېلېدو لپاره نه دی کړی: ګلبدين حکمتيار


د حزب اسلامي مشر وايي، په حکومت کې د شامېلېدو نه بلکې ورسره يې د سولې راوستو تړون کړی دی.

د یکشنبې په ورځ د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې انجېنر ګلبدين حکمتیار په ویاړ يوه غونډه جوړه شوې وه چې پر ګڼو دولتي چارواکو سربېره په کې د ننګرهار او کونړ ولایتونو په سلګونو مشرانو برخه اخيستې وه.

پر دې موقع ګلبدين حکمتيار وویل، دوی له دولت سره يو ځای شوي نه دي، بلکېورسره د سولې په راوستو کې ملګرتیا کوي.

نوموړي زياته کړه چې د هر هغه چت ملاتړ کوي چې په افغانستان کې ځواکمن حکومت جوړول غواړي.

ښاغلي حکتميار وویل چې هر هغه څوک چې افغانستان ماتول يا کوزوری کول غواړي بايد له دې کاره لاس واخلي.

جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د اپريل پر ۳۰ مه انجېنر ګلبدين حکمتیار په ویاړ يوه غونډه وشوه
جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د اپريل پر ۳۰ مه انجېنر ګلبدين حکمتیار په ویاړ يوه غونډه وشوه

تر دې وړاندې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په خپله وینا کې وویل، د حزب اسلامي مشر او دغه حزب ته منسوبو اشخاصو افغان ولس او نړۍ ته وښودله چې دوی په سوله باور لري:

(( حزب اسلامي له سولې سره په توافق افغان ولس او نړۍ ته وښودله چې دوی په سوله باور لري، د هېواد د پرمختګ، هوساینې او سوکالۍ لپاره ژمنتیا لري. د ولس او خلکو د خیر لپاره غواړي چې په سياسي برخه کې کار وکړي.))

دغې غوندې ته د افغان ولسمشر دویم مرسیتال سرور دانش چې وینا واوروله، نوموړي په خپلو خبرو کې يو وویل چې لا هم د مسلمان ملت وجود د دوامداره جنګ او د ترهه ګريزو فعالیتونو له وجې رنځور او ټپي دی او تمه لري چې یو بل ته په لاس ورکولو سره د به ملت په زخمونو ملهم کېږدي.

XS
SM
MD
LG