د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکمتیار: طالبان دې سولې ته غاړه کېږدي


د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار د یوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې روان جنګ فساد وباله او په وسله والو طالبانو يې غږ وکړ چې نور د خپلو هېوادوالو له وژلو لاس واخلي او د سولې لاره خپله کړي.

غه غونډه چې د شنبې په ورځ د لغمان ولایت په انګړ کې تر سره شوه، د دغه ولایت پر ګڼو قومي او جهادي مشرانو سربيره په کې له يو شمېر نورو ولایتونو څخه د حزب اسلامي مخکښو غړيو او جهادي قوماندانانو برخه اخيستې وه.

د حزب اسلامي مشر انجېنر ګلبدين حکمتیار د خپلې اوږدې وینا په ترڅ کې وویل چې له افغان دولت سره يې د حزب اسلامي د ټولو مخکښو غړو په سلا مشورو د سولې تړون په دې هیله لاسليک کړی چې په هېواد کې سوله او بشپړ امن تامين شي.

ښاغلي حکمتیار په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې او امن لاره خپله کړي .
د ذکر وړ ده چې د ۱۳۹۵ کال د تلې د میاشتې په اتمه نېټه د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتیار او افغان دولت تر منځه د سولې تړون لاسليک شوی چې نوموړي اوه میاشتې وروسته په لغمان کې د خلکو او رسنيو پر وړاندې راڅرګند شو او هوډ يې وکړو چې په افغانستان کې به د دایمي سولې لپاره کار کوي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

په پاکستان کې د اهل تشیع جلوس او عزاداري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:19 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG