د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشرانو جرګه: پاکستاني پلاوي د ژمنو پوره کولو ډاډ ورکړی


د شنبې په ورځ د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق په مشرۍ يوه پارلماني ډله کابل ته رسېدلې وه.

د افغانستان مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، د پاکستان پارلماني ډلې ورسره ژمنه کړې چې له افغانستان سره د پاکستان د پخوانیو ژمنو عملي کولو لپاره به پر خپل حکومت فشار راوړي.

د شنبې په ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق په مشرۍ يوه ډله کابل ته رسېدلې وه.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان او پاکستان د پارلماني پلاوو ترمنځ د شنبې ورځې په لیدنه کې د امنیتي ستونزو په اړه جدی بحث وشو.

ښاغلی صدیقي وايي چې افغان پلاوي د پاکستان د پخوانيو ژمنو د نه عملي کولو له کبله انتقاد وکړ خو د نوموړي په خبره پاکستاني پلاوي ډاډ ورکړ چې د پاکستان پرحکومت به فشار راوړي څو پخوانۍ ژمنې عملي کړي.

نوموړي زياته کړه چې پاکستاني پلاوي ورته وويل چې په پخوانيو خبرو پسې نه ګرځو بلکې دده په وينا لوړه کوي چې پاکستان به له افغانستان سره رښتونی چلند کوي.

افغان پلاوي د پاکستان د پخوانيو ژمنو د نه عملي کولو له کبله انتقاد وکړ خو پاکستاني پلاوي ډاډ ورکړ چې د پاکستان پرحکومت به فشار راوړي چې پخوانۍ ژمنې عملي کړي. اصف صديقي

​له دې وړاندې په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ازادي راډیو ته ویلي و چې دا په تېرو څو کلونو کې لوړ پوړی پاکستاني پلاوی دی چې افغانستان ته سفر کوي.کابل ته تر رهي کېدو يوه ورځ وړاندې د جمعې په ورځ د پاکستاني قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق په خبرپاڼه کې ويلي وو چې د دوی د سفر مقصد د دواړو هېوادونو پارليمانونه ترمنځ همکاري زياتول او وروړاندو ستونزو د حلولو لپاره د خبرو اترو پر بيا پیلولو ټينګار کول دي.

افغانستان ته د پاکستان د پارلمان پلاوی په داسې حال کې سفر کوي چې کابل په تېرو کلونو په کراتو د ترهګرو پر وړاندې د نه همکارۍ له کبله پر پاکستان نیوکې کړې دي.

راپور: حديث پردېس کابل

XS
SM
MD
LG