د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډان لیکس: پوځ د وزیراعظم نوازشریف امر رد کړی دی


د پاکستان پوځ د وزیراعظم نوازشریف له خوا د ډان ليکس په معامله کې د بهرنیو چارو د سلا کار طارق فاطمي له چوکۍ د لېرې کولو امر رد کړی دی.

د پوځ مطبوعاتي څانګې اې ایس پی ار وياند ميجر جنرل اصف غفور نن په ټويټر پاڼه ليکلي چې د ډان ليکس په اړه نوټفيکشن نامکمله دې او د پلټنو بورډ د سپارښتنو مطابق نه دې نو ځکه یې ردوی.

نن د پاکستان سرکاري را‌ډيو په خپله ويبپاڼه په یو راپور کې ویلي چې وزيراعظم نواز شریف د پلټنو د کميټۍ د وړانديزونو په منلو سره اړوندو وزارتونو ته امر کړی چې دا پریکړه عملي کړي.

په دې امر کې د ډان ورځپاڼې د خبریالانو ظفر عباس او سيرل الميډا معامله د پاکستان د رسنيو سازمان ته د سپارلو وړانديز شوی .

ډان ورځپاڼې د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر په شپږمه نیټه يو خبر ورکړې وو چې په کې د حکومت او پوځ ترمینځ د اختلافاتو خبره شوی وه. په دې اړه پوځ خپل تحفظات ښودلي وو چې وروستو بیا په دغه اړه د پلټنو لپاره یوه کمیټه جوړه کړل شوه.

XS
SM
MD
LG