د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د قبایلي سیمو لپاره ۷ ملینه ډالره ورکړي دي


پیښور کې د فاټا سیکرټیریټ چارواکي وايي چې ملګرو ملتونو د شمالي وزیرستان او اورکزو قبایلي سیمو د پرمختیا لپاره اووه ملینه ډالره مالي مرستې ورکړي دي.

تيره ورځ مشال ريديو سره په خبرو کي د قبايلي سيمو لپاره د آفتونو د نظم د اداري اسسټنټ ډايريکټر جنرل میا عادل ظهور وويل چي د شمالي وزير ستان او اورکزو قبايلي سيمي د پر مختګ لپاره ملګرو ملتونو فاټا سیکرټیریټ ته د اووه ملینه ډالره مالي مرستو ورکولو منظوري ورکړی ده.

ښاغلي ظهور زیاته کړه چي تر دا مهال ۹۲ فيصدي کډوال خپلو سيمو ته ستانه شوي دي او پاتی اته فيصده به هم زر تر زره ستانه کړل شي.

قبایلي سیمو کې د ناقرارۍ له کبله په لکهونو کورنۍ بیکوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG