د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارګ: امریکا دې د ترهګرۍ مرکزونه وولي


په داسې حال کې چې د امریکا دفاع وزیر افغانستان ته په خپل سفر کې ویلي افغان حکومت ته به د ډونالد ټرمپ پالېسي اعلان کړي، افغان حکومت وايي چې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې پالېسۍ له مخې امریکا ته په کار ده چې د ترورېزم سره د اغېزمنې مبارزې لپاره ترهګریز مرکزونه چې په هر ځای کې وي له‌منځه یوسي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د یادې پالېسۍ جوړولو په اړه د افغان حکومت څخه مشوره اخیستل شوې او افغان حکومت لومړیتوبونو ته په کتو خپلې غوښتنې شریکې کړي.

دواخان مینه پال.
دواخان مینه پال.

نوموړي زیاته کړه:

"کاملاً ستراتیژی زموږ له مشورې پرته نه‌شي جوړېدی ځکه دا ستراتيژي د افغانستان په اړه ده نو د افغانستان حکومت نظر لومړیتوب لري، موږ د ترورېزم سره مبارزه اغېزمنه او مؤثره غواړو په دې معنی چې ترورېزم چېرته دی او له کومه راځي همدا مو غوښتنه ده."

ښاغلی مینه‌پال وايي، د ترورېزم سره مبارزه يوازې د افغان حکومت دنده نه‌ده بلکې دا يو نړیوال مسؤلیت دی او په وړاندې يې د سیمې او نړۍ په کچه مبارزه اړینه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس د دوشنبې په ورځ په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی او په يوه خبري ناسته کې یې وویل چې افغانستان ته‌يې د سفر هدف دا دی چې د افغانستان موجوده وضعیت وڅېړي او د حل لپاره‌ يې په ګډه کار وکړي.

ښاغلي مټېس ویلي چې د ملي يووالي حکومت ښه رهبري لري او د ډونالد ټرمپ د ادارې نوې ستراتيژي به افغان حکومت ته اعلان کړي.

نوموړي ویلي، په افغانستان کې جګړه د يو ملت نه بلکې د ملتونو ده او د ختمولو لپاره‌یې ګډ کار او هڅو ته اړتیا ده.

د ده په خبره ۲۰۱۷ کال به افغان ځواکونو ته يو ستونزمن کال وي خو دوی به د دغو ځواکونو تر څنګ ولاړ وي.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان وايي چې په افغانستان کې امریکا د تروېزم سره په مبارزه کې پاتې راغلی او په تېرو شااوخوا ۱۶ کلونو کې د دې پر ځای چې ترهګري په افغانستان کې کمه شي نوره هم زیاته شوې.

له دې ډلې د سولې او جګړې د انسټټیوټ غړی حکمت‌الله اعظمي وايي، په افغانستان کې د امریکا د پالېسۍ ناکامېدو دوی اړ کړل چې په خپلې ستراتیژۍ کې بدلون راولي او له سره پرې غور وکړي.

ښاغلی اعظمي وايي، امریکا ته په کار ده چې په خپله نوې پالېسي کې د جنګ پر ځای سیاسي روغې جوړې ته لومړیتوب ورکړي او د سیاسي مذاکراتو لار خپله کړي.

نوموړي زیات کړه:

"نو که دوی د جنګ لاره غوره کوي نو يوازې طالبان نه بلکې د ډېرو نورو ډلو لکه داعش سره به جګړه ورته ډېره سخته وي چې دوی له دې لارې کامیاب شي او يا هم په افغانستان کې سوله راشي او بله دا چې يوازې طالبان نه بلکې د سیمې ډېر هېوادونه په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور د ځان لپاره ګواښ ګڼي."

ښاغلی اعظمي وايي، امریکا باید په خپله نوې تګلاره او پالېسي کې په افغانستان کې خپل نظامي حضور کم کړي او څو مخالفې ډلې بین‌الافغاني سولې ته زړه ښه کړي.

د ده په باور امریکا په افغانستان کې له نظامي لارې بریا ته نه‌شي رسېدی او د حل لاره يوازې روغه جوړه او سیاسي مذاکرات دي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG