د لاسرسي ځای

تازه خبر

هيله نجيب افغان حکومت ته د سولې لپاره وړانديزونه لري


هيله نجيب
هيله نجيب

د وژل شوي پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجيب الله احمدزي لور هيله نجيب د خپل پوهنتون او د پلار سياسي روغې جوړې پاليسۍ د څېړنې په بنسټ خپل تازه چاپ کړي کتاب کې اوسني افغان حکومت ته د سولې په برخه کې ځينې مشورې لري. په انګليسي ژبه خپور شوی دا کتاب روغه جوړه او ټولنيز رغاوی نوميږي.

د ۱۷۰ مخو دا کتاب د هيلې د پوهنتون ماسټرۍ څېړنې يا تيسیز او د هغې شخصي ژوند يوه شريکه ټولګه ده. نوموړې مشال ريډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې ملي پخلاينه وخت اخلي. د هغې په وينا څېړنې يې ښئ چې سياسي پخلاینه به هله کاميابه شي چې د سيمې او نړۍ قوتونه په اخلاص سره د سولې لپاره کار وکړي.

نوموړې زياتوي: ((د سولې رامنځته کولو لپاره بايد ملي او نړيوال اړخونه سره جلا کړل شي. زما پلار په کامیابۍ سره دا کار کړی وو. د پاکستان سره د سولې خبرې هغه مهال ملګرو ملتونو کولې. په اوس وخت کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اړيکو کوم تار نشته. لږ تر لږه عام خلک ترې نه دي خبر. بله خبره دا ده چې د سيمه ييزو هيوادونو سره هم روغې خبرې وشي. او د دې لپاره، کيدای شي، دا يو چيلنج وي چې څنګه د پاکستان، چين، ايران، سعودي، روس او هند ګټې په پام کې ونيول شي. دا به څنګه کيږي؟ فکر کوم افغان حکومت د دومره ډېرو اړخونو د اداره کولو توان نه لري.))

زما ياد دي چې له مور مې وپوښتل چې پلار مې ولې زر نه شي راتللی. نو دې وويل چې هغه خپل افغانان په خالي ميدان پريښودل نه غواړي.

ډاکټر نجيب الله احمدزی د پرچم ګوند غړی وو. هغه په ايران کې سفير وو چې روسي ځواکونو پر افغانستان حمله وکړه. کله چې د حفیظ الله امين تر مرګ وروسته ببرک کارمل ولسمشر شو نو نجيب هيواد ته وګرځيد او په ۱۹۸۰ کې د استخباراتي ادارې (خاد) مشر شو. د دې دندې پر مهال پر هغه د مخالفينو د شکنجه کولو تورونو پورې کيږي. په ۱۹۸۶ کې ډاکټر نجيب د ببرک کارمل پر ځای په داسې مهال ولسمشر شو چې جهادي ډلو د روسانو ويستلو او کمونيستي رژيم خلاف وسله واله مبارزه سخته کړې وه.

ډاکټر نجيب له افغانستانه د روسانو وتلو دوه کاله مخکې، په ۱۹۸۷ کې جنګيدونکو وسله والو ډلو سره، له مخکې موجود سياسي روغې جوړې پلان نور پراخه کړ. شپږ مياشتې اوربند وشو خو وسله والو په آخره کې د نجيب د سولې وړانديز رد کړ. هيله نجيب الله د دې کار لويه وجه د جوړجاړي لپاره د ښکېلو هيوادونو پاکستان، امريکې، سعودي عرب او روس دلچسپي نه درلودل ګڼي.

((زما په څېړنه کې يوه په زړه پورې خبره ماته مخکې راغله. هغه دا چې کله روسان په دې وپوهيدل چې زما پلار د ملګرو ملتونو سره د ملي پخلاينې بهير کې په اخلاص همکاري کوي او تيار دی چې ولسمشري پريږدي نو مسکو کوشش پيل کړ چې خپل لاس پوڅي کسان واک ته ورسوي. له دې وجې کورنۍ جګړې پيل شوې. ډير خلک داسې فکر کوي چې زما پلار، ډاکټر نجيب د کمونستانو لاس پوڅی وو او هغه سره د روسانو ملاتړ وو. ډيرو داسې فکر کاوه چې د روسانو په وتلو سره به سمدستي د نجيب حکومت هم ختم شي خو تاسي وليدل چې داسې ونه شول. بل حقيقت دا دی چې روسي پوځيان له افغانستانه ووتل خو دغلته يې لاس وهنې بندې نه کړي او دا مداخله يې تر ډېره پورې – آن د کورنۍ جګړې د وخت پورې، روانه پاتې شوه.))

د هيلې نجيب نوی چاپ شوی کتاب
د هيلې نجيب نوی چاپ شوی کتاب

په ۱۹۹۲ کې په افغانستان کې د ښوونځيوو رخصتيوو کې هيله او دوه نورې کشرانې خويندې يې د انګليسي ژبې زده کړې لپاره هندوستان ته لاړې. تره يې هلته سفير وو. خو همدغه مهال ډاکټر نجيب په کابل کې د ملګرو ملتونو په غوښتنه د جهادي ډلو سره د روغې جوړې کولو لپاره له ولسمشرۍ استعفا ورکړه خو خپلو بچو پسې هند ته لاړ نه شو. هيله وايي مور يې ورته د پلار د پاتې کېدو علت وښود.

نوموړې وويل: ((فیصله داسې شوې وه چې لومړی بايد عبوري حکومت رامنځته شي، بيا به زما پلار کابل پريږدي. زما ياد دي چې له مور مې وپوښتل چې پلار مې ولې زر نه شي راتللی. نو دې وويل چې هغه خپل افغانان په خالي ميدان پريښودل نه غواړي. خو عبوري حکومت رانغی. زما پلار موږ ته يو خط کې ليکلي وو چې ملګرو ملتونو افغانستان ته سوله ساتي ځواکونه نه شي راليږلی. دوی يې لامل د پيسو نشتوالی ښودلی. زما پلار ورته وويل که زه له حکومته ووځم، د عبوري حکومت خلک راشي او ویجاړی رامنځته شي نو څه به کيږي؟ ملګرو ملتونو ورته ويلي وو چې داسې به نه کيږي.))

خو همدغسې وشول. جهادي ډلې له پاکستانه په ۱۹۹۲ کال کې افغانستان ته لاړې او په کابل کې يې د ډير واک درلودو پر سر خپل منځۍ جګړې پېل کړي. په ۱۹۹۶ کال کې طالبانو کابل ونيو او ډاکټر نجيب يې د ملګرو ملتونو له دفتره راوويست او وي واژه. کورنۍ جګړې ختمه شوې خو د ترهګرۍ روان جنګ پيل شو. په ۲۰۰۱ کال کې د امريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو د طالبانو حکومت ختم کړ خو د هغوی جګړه ونه درېدله. افغان حکومت لومړی د ولسمشر حامد کرزي او اوس د محمد اشرف غني په مشرۍ کوشش کړی چې طالبانو سره جوړجاړی وکړي.

هيله نجيب په خپل کتاب کې وايي چې افغانان ملي پخلاينې ته هله رسيدلي شي چې ټولنیز رغاوي ته پام وشي. د هغې په وينا د سولې لپاره بايد په ملي کچه ولسي وګړي دخېل کړل شي او حکومت کوښښ وکړي چې په سيمه ييزه او نړيواله کچه هوکړه رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG