د لاسرسي ځای

تازه خبر

'قومي مشران دې د افغان وژنې مخه ونیسي''


د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست له قومي بنسټونو غواړي چې د افغان ځواکونو په ملاتړ د وسله والو مخالفینو پروړاندې خپل غږ اوچت کړي.

په بلخ ولایت کې، پر ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې د برید په تړاو د سیاسیونو، د خلکو د استازو او ديني علماو تر څنګ د سرحدونو او قومونو چارو وزارت هم د افغان ځواکونو په ملاتړ د قومي مشرانو پر دوامداره رول ټینګار وکړ.

د یاد وزارت سرپرست عبدالغفور لېوال د سې شنبې په ورځ د ترهګرۍ په وړاندې د ملي بسیج کېدو یا یو والي په لور غونډه کې وویل چې افغانستان په حساس حالت کې دی او په دې برخه کې د قومي مشرانو رول کېدا شي چې مهم او ګټور ثابت شي.

ده له قومي بنسټونو څخه وغوښتل چې په ملي یووالي سره د افغانانو د وژلو مخه ونیسي.

عبدالغفور لېوال.
عبدالغفور لېوال.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ غوښتنه له قومي جوړښتونو څخه دا ده چې له دې وروسته پخپلو کې سره کېني او د ملت د تحرک او ملي یووالي لار و سنجوي، په دې ټولو ملي مسئلو کې د ملتونو غبرګون اړین دی، هیله ده چې مشران یو غوره ګام پورته کړي او د خپلو اولادونو د وژلو مخنیوی وکړي."

ښاغلي لېوال په افغانستان کې جګړه د مخدره موادو او بهرنیو کړیو وبلله ویې ویل چې له دغه ناورین څخه د وتلو لپاره تر ټولو اړینه او مهمه د ملتونو اراده ده.

نوموړي زیاته کړه دوی هڅه کوي چې له ولایتونو څخه قومي مشران دعوت کړي او له دوی څخه وغواړي څو د دغي تحمیلي جګړې څخه د وتلو پرېکړه پخپله وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ وسله والو طالبانو په بلخ ولایت کې، پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید وکړ او په سل ګونه افغان پوځیانو ته یې مرګ ژوله واړوله.

تر دې برید وروسته د کابل ښار او یو شمېر ولایتونو علماو هم له افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

​په دغه ناسته کې هم یو شمېر قومي مشرانو خپل ملاتړ له افغان امنیتې ځواکونو څخه اعلان او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د وسله والو مخالفینو په وړاندې یو موټي شي.

د دغو قومي مشرانو له ډلې څخه عبدالخالق حسیني او نیک محمد منګل ازادي راډیو ته داسي وویل:

"دا شوراګاني زموږ له ټولو امنیتي ځواکونو څخه په کلکه ملاتړ کوي او د دوی تر شا ولاړ دي او هغه سربازان چې په سنګرونو کې، د هېواد دفاع کوي هغوی دې تل ژوندي او سر لوړي وي."

"پر خلکو دا غږ کوم چې تاسو یو موټې، واحد او له یوې زاويې څخه دفاع وکړئ، ځکه اوس نړي په دې اخته ده چې څه ډول وکړای شي تاسو بې اتفاقه کړي."

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وویل په افغانستان کې دننه یو شمېر ستونزې د دې لامل شوي چې جګړه اوږده او افغانان یې قرباني شي.

نوموړي ټینګار وکړ، د دې وخت رارسېدلی چې ټول قومونه یو موټی شي او د دغه جګړې او ستونزو د ختمولو په اړه پرېکړه وکړي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG