د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې پر ګاډي چاودنه، ۱۲ تنه وژل شوي ۱۱ ژوبل


کورمه کې پر ګاډي چاودنه، ۱۲ تنه وژل شوي ۱۱ ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:27 0:00

کورمه کې پر ګاډي چاودنه، ۱۲ تنه وژل شوي ۱۱ ژوبل

د کورمې ایجنسۍ چارواکي وايي نن د نهې سهار په یو مساپر وړونکي ګاډي کې چاودنه شوې چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.

د منځنۍ کورمې یو انتظامي چارواکي عبدالمالک مشال ریډيو ته وویل، هره ورځ د سوارلو دوه پیک ګاړي له ګودارې سدې و پاړه چنار ته راځي چې پکې په یو ګاډي پسې د ځمکني ښخ ماین چاودنه شوې ده.

د صحت محکمې یو مشر ډاکټر مجاهد حسین مشال ریډیو ته ویلوپه پیښه کې لس تنه ځای پر ځای او یا په لاره کې مړه شوي دي چې پکې درې ماشومان او درې ښځې هم شاملې دي.

ډاکټر مجاهد حسین وايي، په پېښه کې ټول دیارلس تنه زخمیان شوي ول چې پکې دوو تنو یې په هسپتال کې ساه ورکړه.

د روغتیا چارواکي په خبره، په پېښه کې د نورو نهه تنو ټپیانو روغتیا حالت هم د اندېښې وړ ده او هغوي يې له پاړه چنار هسپتاله د نورعلاج لپاره په هیلي کاپټرو کې پېښور ته منتقل کړل.

له سدې ښاره ۱۲ کلومیټر ګودار او پاتو کوټ د منځني کورمې پاړه څمکنۍ په حدودو کې راځي چې ډېری وګړي یې له شییعه مسلک سره تړلي دي.

دغه سیمې د مسوزو له تړلې او ځنداو سره لګېدلې دي چې پکې پولټیکل انتظاميې د حدودو زمه وارۍ تر قانون لاندې لږ تر لږه پنځه کسان نیولي دي.

د پولټيکل انتظاميې ترمخه، پاتو کوټ سیمه امنیتیو ځواکونو په خپل ولکه کې اخېستې ده او د پیښې په اړه پلټې روانې دي.

د دغې پیښې زمه واري تراوسه له چا نه ده منلې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG