د لاسرسي ځای

تازه خبر

حبیبي: د افغانستان ملي ګټو ته په کتو ګوښه شوم


د دفاع پخواني وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهیم د خپلو استعفاګانو دلایل د یو شمېر ستونزو موجودیت ښيي.

دوی د دوشنبې په ورځ وروسته تر هغې چې استعفاګانې یې د ولسمشر له‎خوا ومنل شوې په یوه خبري غونډه کې راڅرګند شول.

که څه هم دغه دوه پخوانیو چارواکو د دغه ستونزو په اړه هېڅ هم ونه ویل خو زیاته یې کړه چې د هغو سرتېرو په شان چې د جنګ په لومړۍ کرښه کې قرباني ورکوي دوی هم قربانۍ ته حاضر دي.

د دفاع پخواني وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهیم د خپلو استعفاګانو دلایل د یو شمېر ستونزو موجودیت ښيي.
د دفاع پخواني وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهیم د خپلو استعفاګانو دلایل د یو شمېر ستونزو موجودیت ښيي.

عبدالله حبیبي دغه کار خپل اخلاقي مسؤلیت یاد کړ او ویې ویل چې هیله من دی د ده په تګ سره په دفاع وزارت کې شته ستونزې هوارې شي.

"یو لړ ستونزې موجودې وې، نو د دې ستونزو د حل لپاره موږ ته لازمه وه چې د ملي ګټو د ساتلو په خاطر لکه هغه سرتېري چې په جبهه کې قرباني ورکوي قرباني ورکړو او یو اخلاقي تهداب پرېږدم چې که راتلونکي کې د دفاع د وزیرانو په وړاندې ستونزې پیدا کېږي، نو دوی باید ورته اخلاقي جرئت وکړي چې اوس ما کړی دی."

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکوي چې د دفاع وزارت د دغه چارواکو استعفاوې د ولسمشر له‎خوا منل شوي او ډېر ژر به نوې څېرې دغه وزارت ته وپېژندل شي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاحسین مرتضوي وویل:

"دا دوه چارواکي کولای شي د امنیتي سکتور نورو برخو کې دندې واخلي او د دوی پرځای به ډېر ژر دوه نوي کسان معرفي شي."

یو شمېر نا تائيد شوي راپورونه وايي چې د کورنیو چارو وزارت لوړپوړي امنیتي مرستیال طارق شاه بهرامي د دفاع وزارت د سرپرست په توګه او د پکتیا د قول اردو قوماندان شریف یفتلي د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي.

د دفاع وزیر او د دغه وزارت لوی درستیز په داسې حال کې خپلې دندې پرېږدي چې د تېرې جمعې په ورځ بلخ کې په ۲۰۹ شاهین قول اردو د وسله‎والو په یوه ډله ییز برید کې نېږدې ۱۴۰ تنه ووژل شول او له ۶۰ ډېر کسان په‎کې ټپیان شول.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خپرې شوې اعلامیې له مخې د بلخ تر پېښې وروسته د افغانستان د څلورو قول اردوګانو قوماندانان هم بدل شوي دي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان امان‎الله د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندان مهمند کټوازي پرځای ټاکل شوی دی.

دفاع وزارت له دې وړاندې د امریکايي چارواکو له‎خوا په کمزوري مدیریت تورن شوی وو.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن پنځه میاشتې وړاندې په دفاعي سکتور کې د فساد په موجودیت اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې په اکمالاتي برخه کې فساد او په دفاع وزارت کې غفلت د دې لامل شوی چې افغان پوځي قرارګاوو ته په چټکه توګه خوراکي توکي، د څښلو اوبه او تجهیزات ونه رسېږي.

د حقوقي چارو کارپوهان په دې باور دي چې له دندې استعفا یو اخلاقي مسؤلیت دی او هېڅ‎کله په کارونو کې د نیمګړتیاوو نه د تیښتې په مانا نه ده.

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال ګل احمد مددزي په دې اړه وايي :

"دا یو اخلاقي مسؤلیت دی چې یو کس د خپلو هغه کارونو په وړاندې چې په‎کې پاتې راځي او فکر کوي چې زه دلته نور ګټور نه یم او باید له دندې لاړ شم دا پرېکړه کوي، دا د کار یوه برخه ده او استعفا په هېڅ ډول له استعفا څخه دمخه د شخص قانوني مسؤلیتونه له منځه نه وړي."

د افغانستان دفاع وزیر او لوی درستیز په داسې حال کې له خپلو دندو استعفاوې ورکوي چې ولسي جرګې د دفاع وزارت دغه دوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ خپلې عمومي ناستې ته استجواب کړی دي.

د دغه جرګې منشي عبدالقادر ځاځي یوه ورځ وړاندې ویلي و چې که دغه چارواکي د شاهین په قول اردو د جمعې د ورځې د حملې په اړه د ولسي جرګې د غړو قناعت حاصل نه کړي نو په وړاندې به يې د استضیاح غوښتونکي شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG